د نړۍ د ۳۰ هیوادونو ماشومان ترکیه کې راټول شوي دي

د نړۍ د ۳۰ هیوادونو ماشومان د اپریل ۲۳ مه په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ځانګړې ورځې د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلي دي

474578
د نړۍ د ۳۰ هیوادونو ماشومان ترکیه کې راټول شوي دي

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) لخوا جوړ شوي د ماشومانو د ۳۸م نړۍوال فیستیوال په چوکاټ کې د ټي آر ټي عمومي مشر شینول ګوکا د ۳۰ هیوادونو نه د راغلو ماشومانو سره یو ځای نن د مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس او ماشومانو د اتاترک په مزار د ګلانو د کیډۍ د ایښودو نه وروسته د درناوي مراسم پر ځای کړل.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ریس وروسته د اتاترک د مزار انت کبیر ځانګړې کتاب لاسلیک کړ او داسې ولیکل ! عزیز اتاترک ً دا دی یو ځل بیا د اپریل ۲۳مه د ملي حاکمیت او ماشومانو ځانګړې ورځ د نړۍ د ماشومانو سره خوښیو سره لمانځو. ستاسې لخوا دا ورځ د ترکېې جمهوریت ماشومانو په نامه نومول، ماشومانو ته د ورکړل شوي ارزښت او په هغوې د پوره باور او ډاډ کولو تر ټولو ستره بیلګه ده.

زمونږ پدې فیستیوال کې پورته کیدونکي د سولې غږونه به ستاسې په هیواد کې سوله په نړۍ کې سوله شعار د ټولې نړۍ غوږونو ته ورسوي.

ترکیې ملي راډیو تلویزیون اداره به د پخوا په څیر نن ورځ او سبا هم د دولتي نشراتي ارګان په توګه ماشومانو د زده کړې او پرمختګ په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي. زمونږ د راتلونکي ضمانت کوونکې زمونږ د ماشومانو زړونه د وطن د مینې او محبت نه ډک دي او د زړه له تله خپلو دندو او مسولیتونو ته ژمن دي. زمونږ یواځنۍ هیله په ډیره ښه توګه ددې ماشومانو روزل دي. مونږ هر کال د اپریل په ۲۳مه نیټه د نړۍ د ماشومانو سره یو ځای به ددې ښکلې ورځې نه د ډیرو خوښیو سره لمانځنې ته دوام ورکړو. ً



اړوند خبرونه