د فېسبوك اعتياد تر سګرټو لږ نه دى.

پوهان د فېسبوك، ټويټر او اينسټاګرام په څېر د ټولنيزې مېډيا د وېبپاڼو بې باكانه كارول په سګرټو د روږدېدو د ناروغۍ سره ورته بولي.

403900
د فېسبوك اعتياد تر سګرټو لږ نه دى.



څېړنې ښايي چې د ټولنېزې ميډيا غير عادي كارول شخص د هويت د بحران او شخصيت د كمزوري كېدو سره مخامخ كوي.
د روحي ناروغيو يو تن پروفيسور ډاكټر كمال سيار وايي چې د فېسبوك، ټويټر او اينسټاګرام په څېر د ټولنيزې مېډيا په پاڼو كې زيات وخت تېرول د شخص د ورځني ژوند چارو ته زيان رسوي. ددې عادت د دوام په صورت كې شخص په كور او ټولنه كې د خپلو مسوليتونو د نه ترسره كولو له امله له ټولنې تجريديږي او په مجازي نړۍ كې د ډوبېدو له امله په روحي ناروغيو اخته كيږي.
سيار چې د اوږدې مودې لپاره په ټولنيزې مېډيا د روږدو كسانو ورځنۍ څارلي دي وايي چې دا ډول اشخاص د صبر او زغم د خويونو نه بې برخې كيږي. د درواغجنو مجازي او ژر تېرېدونكو خوشاليو په لټه كې كيږي. نوموړى وايي چې د بېلګې په ډول په فېسبوك كې د پوسټونو او انځورونو د Like يا كمېنټونو د ترلاسه كولو په موخه روږدى شخص تل نا ارامه وي. دا اعتياد د وخت په تېرېدو سره په ورځني ژوند كې هم انعكاس كوي او د خلكو نه د خپل هر عمل د تاييد او توصيف په تمه وي.
د پروفيسور كمال سيار په اند كه چېرې څوك د لاندې حالاتو نه په يو هم روږدى وي نو رواني ناروغي لري او بايد ډاكټر ته لاړ شي.
روږدى شخص په ټولنيزه مېډيا كې د خپل نا پېژندل شوي ملګري سره ځان مقايسه كوي او بيا په خپل حالت خپه كيږي.
روږدى شخص د شپې لخوا په بستره كې د ويده كېدو وړاندې خپل فېسبوك يا بل حساب كنترولي بيا ويده كيږي. همداراز سهار چې له خوبه سترګې پرانيزي لومړنى كار يې د خپل مبايل كنترول وي.
روږدى شخص كه چېرې خپل مبايل د څو شېبو لپاره له ځانه لرې كړي نو نا راحته كيږي.
روږدى شخص ددې احساس كوي چې د خپل ځان او كورنۍ په اړه شخصي معلومات، روانې چارې او حتى هر څه چې كوي بايد د فېسبوك يا ټويټر له لارې يې د نورو سره شريك كړي.
ډاكټر كمال سيار وايي چې په نړۍ كې د ټولنيزې ميډيا اعتياد د سګرټو او حتى الكولو نه هم خطرناك دى. ځكه چې دا ټولنيزه پديده ده او د خپرېدا مخه نيول يې ګران كار دى. جالبه لا دا ده چې ټولنيزه مېډيا كه څه هم د خپلو ملګرو سره د اړيكو د ټينګولو په موخه فعاليت كوي د وخت په تېرېدو سره اشخاص يواځې كوي.
د نړۍ په پرمختللو هېوادونو كې په ټولنيزې مېډيا د روږدو كسانو لپاره د درملنې ځانګړي مركزونه جوړ شوي دي چې په نشه ايي توكو د روږدو كسانو په څېر ناروغانو ته روغتيايي خدمات وړاندې كوي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه