نړۍ کې ترکي ډرامو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دي

222492
 نړۍ کې ترکي ډرامو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دي

په نړۍ کې د ترکي ډرامو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. ترکي ډرامو د منځني ختیځ نه وروسته اسیا، بالکان ، عربي هیوادونو او د نړۍ یو زیات شمیر لرو پرتو هیوادونو کې مینه وال پیدا کړي دي.
د ویلو ده چې په یو زیات شمیر هیوادونو کې د ترکي ډرامو سره د ډیرې زیاتې مینې له امله خلکو ترکي ژبې زده کړې ته مخه کړې ده .
ایران چې د سینما د کلتور له پلوه ښه بډایه دی خو په نوموړي هیواد کې پدې وروستیو کې د ځینو محدودیتونو له امله ډیری خلکو ترکي ډرامو ته مخه کړې ده .
د ایران د هیواد یو زیات شمیر په ځانګړې توګه میرمنو په ترکي ډرامو په لا ښه توګه د ځان د پوه کولو په خاطر د ترکي ژبې په رده کړې پیل کړی دی .
په تهران کې په ډیری کورسونو کې د ترکي ژبې زده کړې ډیره وده کړې ده . ډیری ښځو د ترکي ژبې زده کړې ته مخه کړې ده .
د یادولو وړ ده چې د ترکیې د یونس عمره کلتوري مرکز چې په تهران کې فعالیت کوي هر کال ۵۵۰ تنو ته ترکي ژبه زده کوي. په ایران کې یو زیات شمیر خلک په ترکیه کې د زده کړې او یا د سوداګرۍ فعالیتونو په خاطر ترکي ژبه زده کوي خو پدې وروستیو کې ډیری میرمنې د ترکي ډرامو په خاطر د ترکی ژبې په زده کړې پیل کړی دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه