د ترکیې په څه باندې ۸۰ پوهنتونونو کې جوماتونه جوړیږي
په ترکیه کې په ۸۰ پوهنتونو کې جوماتونه جوړیږي.
د ترکیې د دیني چارو عمومي ریس پروفیسور ډاکټر محمد ګورمز وویل چې په ترکیه کې په څه باندې ۸۰ پوهنتونو کې د جوماتونو په جوړولو پیل کړی دی چې په ۱۵ پوهنتونو کې جوماتونه جوړ او لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستي او په ۵۰ پوهنتونو کې به په ۲۰۱۵ کال کې د جوماتونو ساختماني چارې پایته ورسیږي او د لمونځ کوونکو پر مخ به پرانیستل شي.
محمد ګورمز وویل دا چې جوماتونه د ښارونو د زړونو په څیر دي د همدې امله مو په پوهنتونو کې په جوماتونو جوړولو پیل وکړ.
نوموړي د ځوانانو او جوماتونو تر منځه په اړیکو د ټینګار سره وویل ً په ترکیه کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ځوانان شتون لري . غواړو چې دې ځوانانو ته ځان ورسو. ً
نوموړي زیاته کړه چې جوماتونه د ښارونو د زړونو په څیر دی . د همدې امله په پوهنتونو کې د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې اهمیت ورکوو.
پدې جوماتونو کې به دیني عالمان د ځوانانو سره اړیکې ټینګې کړي او هغوې ته به دیني خدمات وړاندې کړی. موږ غواړو چې د معنوي پلوه د ځوانانو د پرمختګ په خاطر د جوماتونو نه استفاده وکړو. د ځوانانو پاملرونه جوماتونو ته راوړولو.
محمد ګورمز وویل د هیواد د دیني چارو د ریس په توګه غواړم چې پدې برخه کې ډیر جدي او بریالي ګامونه پورته کړو. غواړو چې جوماتونه یواځې د لمانځه په وختونو کې نه بلکې ټوله ورځ پرانیستي وساتو او د معنوي روزنو په مرکزونو يي بدل کړو.
په ترکیه کې پدې برخه کې موږ یو زیات شمیر جوماتونه لرو چې ډیرې لویې لاسته راوړنې لري.
نوموړي زیاته کړه چې غواړو د جوماتونو ، ځوانانو ، ښځو او ماشومانو ترمنځه پراته ټول خنډونه لرې کړو او د سالم نسل د روزلو په برخه کې مهم رول په غاړه واخلو.