د سرو زرو د مالټې د فلمونو فيستيوال به د اكتوبر په ۱۰مه پيل شي

د سرو زرو د مالټې د فلمونو د ۵۱ نړيوال فيستيوال د معرفي كولو ځانګړې شپه پرون په استانبول كې جوړه شوه.

120708
د سرو زرو د مالټې د فلمونو فيستيوال به د اكتوبر په ۱۰مه پيل شي

د سرو زرو د مالټې د فلمونو فيستيوال به په نږدې راتلونكې كې پيل شي.
د سرو زرو د مالټې د فلمونو د ۵۱ نړيوال فيستيوال د معرفي كولو ځانګړې شپه پرون په استانبول كې جوړه شوه.
د سږني فيستيوال شعار `` له عنعنې تر راتلونكې`` دى.
د فيسيتوال كمېټې د انتاليا د ښاروالۍ د ښاروال مندرس تورل په كوربه توب غونډه وكړه. پدې غونډه كې د وينوس د مجمسې جايزه چې په ۱۹۶۴ ميلادي كال كې د تركي سينما نامتو كاګردان خالد رفيق ته وركړل شوې وه بيا ډيزاين او ګډونوالو ته ور وپېژندل شوه.
د سږني فيستيوال د ملي اوږد متراژ لرونكو فلمونو د ژورۍ مشرتابه د تركيې نامتو كارګردان، سناريست او لوبغاړي يلماز اردوغان پر غاړه ده.
د انتاليا د سرو زرو د مالټې د فلمونو ۵۱ نړيوال فيستيوال به د اكتوبر د ۱۰ نېټې نه تر ۱۸مې نېټې پورې په استانبول كې ترسره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه