د مديترانې د ساحلي هېوادونو د خوړو نندارتون جوړ شو.

د مديترانې د ساحلي هېوادونو د پخلنځي هنرونه د تركيې د حتاى په ولايت كې د يو فيستيوال په ترڅ كې نندارې ته وړاندې شول.

113397
د مديترانې د ساحلي هېوادونو د خوړو نندارتون جوړ شو.

د مديترانې د ساحلي هېوادونو د خوړو نندارتون جوړ شو.
د مديترانې د ساحلي هېوادونو د پخلنځي هنرونه د تركيې د حتاى په ولايت كې د يو فيستيوال په ترڅ كې نندارې ته وړاندې شول.
دا فيستوال چې څلور ورځې به دوام وكړي چې د مديترانې د ۱۷ هېوادونو نامتو آشپزان به د خپل كلتور په زړه پورې خواړه جوړ او نندارې ته وړاندې كړي.
د حتاى ولايت د بېلابېلو دينونو او كلتورونو سربېره د بېلابېلو خوړو په برخه كې هم د جاذبې مركز دى.
د حتاى ولايت په نړۍ كې د خوړو د بېلابېلو ډولونو په درلودلو سره د يونسكو لخوا `` د نړۍ د ګسترونوميك ښار`` په توګه معرفي شوى دى.
دا ښار اوسمهال د خوړو د لومړي فيستيوال كوربه توب كوي.
د ۴ ورځني فيستيوال په اوږدو كې به د ۱۷ هېوادونو نامتو آشپزان به خپل پخلنځي نورو ته ور و پېژني.
دا فيستيوال چې نن سهار د رسم ګذشت د مراسمو سره پيل شو د حتاى خلكو د پراخه هر كلي سره مخامخ شو.
په حتاى كې د بېلابېلو دينونو استازو د رسم ګذشت پرمهال له ځانه سره د ملي يووالي ځانكړي شعارونه لېږدول.
د حتاى والي جلال الدين اوزر د موضوع په اړه وويل چې د حتاى ښار د تاريخ په اوږدو كې د نورو ښارونو ترمېنځ ځانګړى ځاى لري. د تاريخ په هر پړاو كې حتاى خپل اهميت له لاسه ندى وركړى. د سلګونو كلونو راهيسې د بېلابېلو كلتورونو ټاټوبى پاتې شوى. د همدې امله د كلتوري پلوه حتاى شتمن هېواد دى. ددې شتمنيو يوه مهمه برخه د خوړو بېلابېل ډولونه دي. حتاى د ۶۰۰ ډوله خوړو په درلودلو سره د نړۍ د يو زيات شمېر ملتونو د خوړو نه زيات دي. ددې فيسيتوال موخه د حتاى او هېواد معرفي كول دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه