د اوسکار په فیستیوال کې (د کش اویکوسي ) فلم د ترکیې استازیتوب کوي

ترکیه د اوسکار د فلمونو په نړۍوال فیستیوال کې د کش اویکو سي یا د ژمي خوب په نامه د فلم سره ګډون کوي.

78864
د اوسکار په فیستیوال کې (د کش اویکوسي ) فلم د ترکیې استازیتوب کوي

ترکیه د اوسکار د فلمونو په نړۍوال فیستیوال کې د کش اویکو سي یا د ژمي خوب په نامه د فلم سره ګډون کوي.
د هیواد د کلتور او ګرځندوی وزیر عمر چلیک وویل چې د اوسکار د فلمونو په فیستیوال کې به د ترکیې په استازیتوب د کش اویکو سي یا د ژمي خوب فلم سیالي وکړي.
د هیواد د کلتور وزیر عمر چیلیک وویل زه پوره باور لرم چې د ژمي خوب فلم چې د هیواد د نامتو فلم جوړونکې نوري بیلګه جیلان لخوا جوړ شوی دی د بهرنیو فلمونو په برخه کې د ترکیې ښه استازیتوب وکړي .
چیلک وویل چې نوري بیلګه جیلان په نړۍواله کچه د ځانګړې شهرت نه برښمند فلم جوړونکی دی او هیله لرو چې د اوسکار په فیستیوال کې هم ښه وځلیږي.
د یادولو وړ ده چې د ژمي خوب په نامه فلم د کن د فلمونو په ۶۷ نړۍوال فیستیوال کې د خرما د سرو زور ښاخ جایزه وګټله.


پيوندونه:

اړوند خبرونه