د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2222264
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

ما د یو څه مودې راهیسې د سوریې په اړه تحقیقات او څیړنې کولې. زه پخپله شاهد یم چې په سوریه کې د اسد رژیم مخالفو ډلو  څه ډول لومړی حلب وروسته حما، حمص او بالاخره دمشق په نیولو سره  د اسد رژیم نسکور کړ. په سوریه کې د ملي پاڅون  او کورنۍ جګړ له یوې اوږدې مودې وروسته چې دیارلس کاله یې دوام وکړ، بالاخره بشارالاسد له واکه لرې کړ  او مخالفین  وتوانېدل چې د دمشق په ګډون ټول هېواد د ایران او روسیې له منګولو وژغوري. خو  ډیری شیان اوس پیلیږي. د ویلو ده چې په جګړې ځپلې هیواد سوریې کې تر ټولو مهم بیارغونه او د یوې ټول شموله او هر اړخیزې ادارې رامنځته کول دي. د بله پلوه د هیواد ځیني برخې لکه  د فرات ختیځ لا هم د امریکا تر حمایت لاندې د پ ک ک  ترهګرې ډلې د څانګو  تر کنټرول لاندې دی. تورکیه او د تورکیې تر ملاتړ لاندې مخالفې سوري ډلې  د لا  سترو پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د دمشق له سقوط وروسته زه  سمدستي سوریې ته لاړم او هڅه مې وکړه چې په خپلو سترګو د هر څه شاهدي وکړم. زه پخپله شاهد یم چې په سوریه کې د اسد رژیم مخالفو ډلو  څه ډول لومړی حلب وروسته حما، حمص او بالاخره دمشق په نیولو سره  د اسد رژیم نسکور کړ. په سوریه کې د ملي پاڅون  او کورنۍ جګړ له یوې اوږدې مودې وروسته چې دیارلس کاله یې دوام وکړ، بالاخره بشارالاسد له واکه لرې کړ  او مخالفین  وتوانېدل چې د دمشق په ګډون ټول هېواد د ایران او روسیې له منګولو وژغوري.  خو ډیر شیان شتون لري چې ډیر مهم دي . د جګړې ځپلې سوریې بیارغونه او د یو ټول شموله او هر اړخیزې ادارې رامنځته کول. د بله پلوه د هیواد ځیني برخې لکه  د فرات ختیځ لا هم د امریکا تر حمایت لاندې د پ ک ک  ترهګرې ډلې د څانګو  تر کنټرول لاندې دی. تورکیه او د تورکیې تر ملاتړ لاندې مخالفې سوري ډلې  د لا  سترو پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي.

د اسد د رژیم مخالفینو وروسته دده چې د اسد رژیم په حلب خونړي هوايي بریدونه ترسره کړل او ګنشمیر بې ګناه انسانان يي په قتل ورسول د رژیم مخالفو ډلو د نوامبر په ۲۷ مه نيټه د اسد رژیم پر خلاف پراخه عملیات پیل کړل او  په ډیره لنډه موده کې  د بشارالاسد د رژیم لخوا نیول شوي ښارونه یو یو بیرته ونیول او د څو لسیزو راهیسې روان وخونړی او وحشي ډیکټاتور رژیم يي نسکور کړ. یو داسې لوی پوځي بریالیتوب ترلاسه شو چې حتی مخالفینو  یې هم  تمه نه درلوده. دلته، البته، د اوکراین په جګړه کې د روسیې د لوی ستړیا او د اسرائیلو او حزب الله او ایران ترمنځه په جګړه کې د حزب الله  او ایران سټړتیا پراخه رول ولوبو. روسیې او ایران او د ایران ملاتړو ډول نور د اسد د ملاتړ توان د لاسه ورکړی وو. د ویلو ده چې  د اسد رژیم  وار د مخه خپل مشروعیت او توان د لاسه ورکړی وو او نسکور شوی وو خو  د روسیې او ایران لخوا په زور سره په خپو درول شوی وو. کله چې د دوو هیوادونو ملاتړ لږ کم شو د اسد  رژیم چې د هغوې په تکیه ولاړ وو په  ګونډو شو. سوري مخالفینو د اسد د رژیم د نسکورولو نه وروسته یو انتقالي حکومت اعلان کړ.  په سوریه کې د اسد د رژیم ټولې مخالفې ډلې د یوه موقت حکومت او ټول شموله او واحد واک خاوند یو حکومت د جوړولو په لټه کې دي. د هر څه مخکې سوري مخالفین نن ورځ د پخوا په پرتله ډیر منسجم دي او د یوې ډلې او سازمان په څیر نه بلکې د یو خپلواک او مستقل دولت په توګه چلند کوي.  . دلته، البته د هیئت تحریر الشام  د مشر محمد الجولاني په مشرۍ مخالفین یو چت لاندې راټول شوي دي. جولاني هڅه کوي د هغو تجربو په مرسته یوه نوې سوریه جوړه کړي چې په تیرو وختونو کې یې ترلاسه کړي دي. البته، د دوی په وړاندې لوی ننګونې شتون لري. په هرصورت، زه باور لرم چې دوی کولی شي د تورکیې په ملاتړ بریالي شي. تورکیه یوازینی هیواد دی چې د انقلابي بهیر له پیل راهیسې یې د اپوزیسیون ملاتړ کړی. موږ کولی شو ووایو چې تورکیه د جګړې په  میدان کې د بریا مستقیم ملګری دی. له همدې امله، دا به د نوې سوریې په جوړولو کې مهم رول ولري.

د ویلو ده سره ددې چې د اسد رژیم نسکور شوی دی خو په سوریه کې د فرات د سند ختیځې برخې اوس هم د امریکا تر حمایې لاندې د ترهګرو ډلو تر اشغال لاندې دي.

د امریکا تر حمایې لاندې د پ ک ک ترهګري سازمان څانګې ، اوس هم د فرات په ختیځ سیمو حاکمیت لري. د بشار الاسد د رژیم نسکوریدل او په میدان کې د تورکیې په ملاتړ د مخالفینو لخوا د ایران او روسیې ماتې، البته په سیمه کې د PKK پروژې ته سخت زیانونه اړولي دي. کله چې مخالفو ځواکونو د نوامبر په ۲۷ نیټه په حلب کې عملیات پیل کړل، PKK یو ځل بیا د رژیم سره په همکارۍ هڅه وکړه چې د تبکا-مسکین او منبج څخه د دیر حفر، کویریس، نیراپ څخه تر تل رفعت پورې یو ترهګرۍ دهلیز جوړ کړي، خو مخالفو ځواکونو لخوا د شفق ازادي په نامه د عملیاتو سره  د دوې ټولې پروژې او پلانونه ډړې وړې کړل. د ویلو ده چې  د تل رفعت او شهبا سیمې په ځانګړې توګه هغه سیمه وه چې PKK د تیرو اتو کلونو راهیسې اشغال کړې ړې، خو کله چې د روسیې، ایران او بشارالاسد رژیمونو حمایت او ملاتړ ختم شو  په ۲۴ ساعتونو کې له دې ځایه وشړل شول. بیا د منبج عملیات پیل شول.  منبج د پ ک ک ترهګریز سازمان لپاره په ستراتیژیک مهم مرکز او قلعه وه  او د دفاع لپاره خورا اهمیت درلود. په هرصورت، ترهګرو دا سیمه هم د ۴۸ ساعتونو په دننه د لاسه ورکړه .

د بشار الاسد د نسکورولو او د پلازمینې دمشق د نیولو په بهیر کې د PKK عناصرو په دیرالزور او رقه کې ځینې سیمې ونیولې خو د سیمې د خلکو له پاڅون او سیمې ته د مخالفینو له راتګ وروسته له دغو سیمو څخه وشړل  شول. اوس مهال په ګڼو عربو سیمو کې مظاهرې روانې دي او PKK هڅه کوي چې د وسلو په زور دغه ولسي پاڅونونه وځپي.

په واقعیت کې، لکه څنګه چې لیدل کیده چې اسد به د نوامبر له ۲۷ څخه څو ورځې وروسته له واکه وغورځول شي، د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان  جنرال مایکل ای کوریلا په قمشلي او هسکي کې د مظلوم عبدي په ګډون د PKK له عناصرو سره غونډه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې دوی باید یو څه امتیازات ورکړي. د دې لپاره چې د سازمان لاسته راوړنې خوندي شي. په دې شرایطو کې، سازمان د سوریې د انقلاب بیرغ کارول پیل کړل، ګمرکي محصولات یې لغوه کړل او ژمنه یې وکړه چې دوی به له ځینو عربو سیمو څخه ووځي. په هرصورت، دا د تورکیې لپاره ناکافي وړاندیزونه دي. تورکیه وايي چې  د PKK ټول مخکښ کدرونه باید له  سوریې څخه وویستل شي ، د وای پي جي په نامه ترهګره ډله لغوه او خلع سلاح کړي ، د عربانو اړوند ټولې هغه سیمې چې دې ترهګرو اشغال کړي دي باید ازادې شي . همداشان په سیمه کې ددوې هر ډول حاکمیت باید پآیته ورسول شي. که چیرې دا شرایط ونه منل شي په دې صورت کې به لوی پوځي عملیات د اوږدمهاله تیاریو په چوکاټ کې پیل شي. د ویلو ده چې په سوریه کې د پ ک ک ترهګري سازمان د ریښو په کیندل کیدو پیل شوی دی. دا چې دا کار به څوک کوي پدې اړه هم وروستۍ ارزونې دوام لري .



اړوند خبرونه