ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د چاناقکلا سمندري بریا د نړۍ په تاریخ کې ثبت شویو تر ټولو لویو بریاوو څخه یوه ده؟
د لومړۍ نړیوالې جګړې له تر ټولو مهمو جبهاتو څخه یوه، د چاناقکلا جګړه، چې د خپل پیل او پایلې سره په نړۍ کې هېڅکله نه هېریدونکې بریا لومړی ګام و. د متحدو دولتونو پلان و چې په ۱۹۱۵ کال کې د چاناقکلا تنګي څخه په تېرېدو سره خپل متحد روسیې ته مرسته ورسوي، او د انګلستان تر هغه وخته پورې نه ماتېدونکي سمندري ځواک سره یوځای پر عثماني دولت برید وکړي، او په دې توګه عثمانیان هم له جګړې څخه یوې خواته وباسي. خو د متحدو دولتونو لپاره پلان شوي هېڅ شی ريښتیا نه شول. عثماني دولت د متحدو دولتونو په وړاندې د ۱۹۱۵ کال د مارچ په ۱۸مه نېټه یوه قاطع بریا ترلاسه کړه، او دا بریا په تاریخ کې د " چاناقکلا سمندري بریا" په توګه ثبت شوه.
د چاناقکلا په جګړو کې، چې تر ۱۹۱۶ کال د جنورۍ تر ۹مې نېټې پورې یې دوام درلود، ډېرې په زړه پورې پېښې هم ثبت شوې دي. د جګړې په اوږدو کې په هر متر مربع ځمکه باندې په اوسط ډول ۶۰۰۰ مرمۍ پرېوتې دي. دا نسبت د نړۍ د جګړو په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه ده. که څه هم په هوا کې د دوو مرمیو د ټکر احتمال په ۶۰۰ میلیونه کې یو دی، خو د جګړې په ډګر کې د نږدې سنګرونو له امله، په هوا کې ټکر شوې او یو له بل سره نښتې ګڼ شمېر مرمۍ موندل شوې دي. د چاناقکلا په جګړه کې، په ترکي پوځ کې د نارینه وو سره یوځای د ښځینه پلي سرتېرو او ښځینه نښهویشتونکو هم مبارزه کړې ده. په جګړه کې یو سرتېری، سید اونباشي، درې دانې ۲۵۰ کیلوګرامه مرمۍ په د انسان له ځواک لوړ ځواک سره په شا یوړلې او په توپ کې یې ځای پر ځای کړې.
یو انګلیسي پیلوټ، چې د جګړې ډګر یې له هوا څخه څاره، ولیدل چې له ساحل څخه تر ۵۰ متره پورې د سمندر اوبه د سره وینې ډکې دي، او ویلي یې دي چې دا د هغه په ژوند کې تر ټولو وېروونکی شی و چې لیدلی یې دی. په دې جګړه او نورو جګړو کې چې دواړو خواوو لوی تلفات ورکړي، هیله لرو چې له دې وروسته په نړۍ کې په هېڅ ځای کې دا ډول دردونکې پېښې رامنځته نه شي، او پروګرام د مصطفی کمال اتاترک په وینا پای ته رسوو: "تر څو چې د ملت ژوند په خطر کې نه وي، جګړه یو جنایت ده."
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ په کچه د مشهور سراشپزانو یا شیفانو په منځ کې ترکي سراشپزان هم شتون لري؟