ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د فبروري په شپږمه ورځ د ترکیې په سوېلي ختیځ کې د رامنځته شوې زلزلې له امله لوی زیان لیدونکی ښار هاتای، د اناتولیه تر ټولو پخوانیو مېشت ځایونو څخه دی؟
د اناتولیه تر ټولو پخوانی مېشت ځایونو څخه شمېرل کېدونکي هاتای تاریخي د ژوند نښې او نښانې د میلاد څخه تر ۱۰۰,۰۰۰ کلونو مخکې پورې رسېږي. هغه ځانګړتیاوې چې هاتای سیمه یې جذابه کړې، نه یوازې معتدل اقلیمي شرایط او حاصلخېزه خاورې دي، بلکې یوه بله ځانګړتیا یې دا هم ده چې د تاریخ په هره دوره کې د کډوالو لپاره پرانیستې ځای پاتې شوی، ځکه چې اناتولیه د چوکوروا له لارې سوریې-فلسطین ته نښلوونکو لارو په څلورلارې کې موقعیت لري. همدارنګه، له بین النهرین څخه مدیترانې سمندر ته د وتلو لپاره تر ټولو مناسب بندرونه هم په همدې سیمه کې دي.
په هاتای کې، چې د دینونو او کلتورونو د ورورولۍ سمبول دی، یهودي، عیسوي او مسلمان ټولنې پکې د ۲۳ پېړیو پخوانۍ ګډ تاریخ لري او د دریو اسماني دینونو پیروان یو بل ته څېرمه قبرونو کې پراته دي. د ښار سېنت پېیر کلیسا هغه ځای دی چې په کې په عیسی باندې باور لرونکي لومړی ځل د "عیسویانو" په نوم ونومول شول، او د پاپ شپږم پاولس لخوا د حج ځای اعلان شو. له همدې امله، هاتای د عیسوي نړۍ لپاره هم لوی اهمیت او مانا لري.
هاتای، چې د رومیانو د خوښې ښار، د ختیځ پلازمېنه او کله ناکله د امپراتورانو کوربه و، ښايي د خپل تاریخ په اوږدو کې د زلزلو له امله تر ټولو ډېر ویجاړ شوی ښارونو څخه وي. په ځانګړې توګه د ۵۲۶ کال کې پېښه شوې زلزله د تاریخ له تر ټولو لویو زلزلو څخه وه او د ښار شاوخوا یې لویې ویجاړۍ رامنځته کړې وه.
هاتای د طبیعي پېښو سربېره د تاریخ په اوږدو کې د یرغلونو د ویجاړیو هدف هم ګرځېدلی دی. ښار، چې د ۵۲۶ او ۵۲۸ زلزلو وروسته بیا جوړ شو، په عربي او لوېدیځو سرچینو کې د "اوبو ښار" په توګه یادېده او له تېرو وختونو تر نن پورې په سوداګرۍ کې تل مهم ځای درلود.
د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو له مخې، هاتای چې د ترکیې دیارلسم پر نفوس لرونکی ښار دی، د رامنځته شوې زلزلې له امله نن ورځ تر لویې ویجاړۍ لاندې دی. خو دا ترکي ښار، چې نوم یې مصطفی کمال اتاترک ورکړی دی، بې له شکه به د خپل ملت د یووالي او یوځایوالي سره به بیا جوړ شي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ په کچه د مشهور سراشپزانو یا شیفانو په منځ کې ترکي سراشپزان هم شتون لري؟