دا ځکه چې ...

موږ ډژاوو تجربه کوو

2206336
دا ځکه چې ...

 موږ ډژاوو تجربه کوو

 

ګرانو اورېدونکو، سلامونه. نن به هغه عجیب او اسرار آمېزه تجربې په اړه وغږېږو چې ډېری خلک یې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل تجربه کوي. ډژاوو په فرانسوي کې "مخکې لیدل شوی" معنی لري، او په ساده ډول، داسې حالت دی چې مخکې مو هېڅکله ورسره مخ شوي نه یو ، خو داسې احساس کوو لکه مخکې مو دا پېښه یا حالت تجربه کړی وي. که څه هم دا تجربه ډېره اشنا برېښي، خو عموماً پوهېږو چې هغه حالت په رښتیا مخکې نه دی پېښ شوی.

لومړی، راځئ وګورو چې ډیجاوو څنګه تعریف شوی او میکانیزم یې څنګه کار کوي. ساینسپوهان باور لري چې ډیجاوو د حافظې یوه ډول تېروتنه ده. زموږ مغز، چې په دوامداره توګه نوې خاطرې جوړوي، کله ناکله د حافظې په سیستم کې کوچنۍ ستونزې رامنځته کېدای شي. دا ستونزې کولای شي موږ ته یو نوی حالت داسې وړاندې کړي لکه مخکې مو چې تجربه کړی وي. زموږ مغز دا نوې معلومات په تېروتنې سره له یوې تېرې تجربې سره تړي، او دا هماغه اشنا احساس رامنځته کوي.

د ډژاوو تر شا د حافظې نظریې خورا په زړه پورې دي. له دې څخه یوه دا باور دی چې زموږ د مغز د معلوماتو د پروسس پر مهال د لنډمهاله حافظې او اوږدمهاله حافظې ترمنځ د همغږۍ تېروتنه کېدای شي. عموماً، کله چې یوه پېښه پېښېږي، مغز دا معلومات لومړی لنډمهاله حافظې ته لېږدوي او وروسته مهم یې په اوږدمهاله حافظه کې زېرمه کېږي. خو د ډیجاوو په شېبه کې، زموږ مغز دا بهیر پرېږدي او نوې معلومات په مستقیم ډول له اوږدمهاله حافظې سره تړي. یعنې، که څه هم موږ دا شېبه لومړی ځل تجربه کوو، مغز یې داسې پروسس کوي لکه مخکې په حافظه کې زېرمه شوې خاطره وي.

بله نظریه د مغز د وخت سنجونې تېروتنه ده. د دې نظریې له مخې، زموږ مغز معلومات په دوه بېلابېلو لارو پروسس کوي: یو شعوري درک، بل چټک، اتوماتیک درک سیستم. که چیرې د دې دوو سیسټمونو ترمنځ ځنډ رامنځته شي، کېدای شي د یوې پېښې یوه برخه د چټک سیستم لخوا پروسس شوې وي، خو په شعوري توګه یو څه وروسته ورته پام شوی وي. پایله کې، دا لنډ ځنډ موږ ته داسې احساس راکوي لکه دا شېبه مو چې مخکې تجربه کړې وي.

که له نیورولوژیکي پلوه ورته وکتل شي، ډیجاوو د حافظې سره تړلو د مغز برخو لکه ټېمپورال لوب او هیپوکېمپس سره اړیکه لري. ټېمپورال لوب په ځانګړې توګه د خاطرو په پروسس کې مهم رول لوبوي. ترسره شوې څېړنې ښيي چې د ټېمپورال لوب د اپېلېپسي لرونکو کسانو کې د ډژاوو تجربه دېره لیدل کېږي. دا ښيي چې ډیجاوو کېدای شي د مغز په هغو برخو کې د خاطرو د پروسس پر مهال رامنځته شوې کوچنۍ برېښنايي بې‌نظمۍ سره تړاو ولري. یعنې، په مغز کې پدې برخو کې رامنځته کېدونکې کوچنۍ برېښنايي فعالیتي بدلونونه کولای شي موږ ته یو پېښه چې نه وي رامنځته شوې، داسې وښيي لکه چې پېښه شوی وي. خو ډژاوو یوازې د حافظې تېروتنه یا نیورولوژیکي پېښه نه ده؛ دا له رواني پلوه هم په زړه پورې اړخونه لري. فشار، ستړیا او د معلوماتو د پروسس دروند بار هم کولای شي د ډیجاوو د تجربه کولو امکان زیات کړي.


پيوندونه: #دا ځکه چې

اړوند خبرونه