ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد ډبرین پل په تورکیه کې موقعیت لري؟

2205459
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې تر ټولو اوږد ډبرین پل په تورکیه کې موقعیت لري؟

د تورکیې په ایدرنه ښار کې، چې د یونان او بلغاریا په پوله کې پروت دی، په ارګنه سیند باندې په ۱۵مه پېړۍ کې جوړ شوی اوزون کوپرو (اوږد پل)، د نړۍ د تر ټولو اوږد ډبرین پل لقب لري. دا پل، چې د عثماني دولت د شپږم پاچا سلطان مراد دویم لخوا د ۱۴۲۷-۱۴۴۳ کلونو ترمنځ جوړ شوی، د ۱۲۷۰ مترو څخه زیات اوږدوالی او ۱۷۴ کمانونو سره، د نړۍ تر ټولو اوږد ډبرین پل دی چې تر نن ورځې رارسیدلی دی.

دا شاندار پل، چې د چونې ډبرې او ټراورټین  ډوله د پرې شوې ډبرو بلاکونو سره جوړ شوی، د عثماني دولت د هنر او ښکلا درک څخه نقشونه هم لېږدوي، چې له منځنۍ آسیا څخه تر بالکان  پورې پراخه جغرافیه کې بېلابېل کلتورونه په ځان کې راټول کړي دي. د پل په پایو او د کمانونو په کلیدي ډبرو باندې د ځواک او قوت سمبول ګڼل کېدونکي یو شمېر حیواني انځورونه او د نباتاتو نقشونه شتون لري. دلته د حیواني انځورونو څخه د زمري تر شا د سپوږمۍ استازیتوب کوونکې د یوې ښځې سر شتون لري. په بل اړخ کې، بیا د قوت او اوږد ژوند سمبول ګڼل کېدونکی د فیل انځور شتون لري.

دا یادګاري د اوبو جوړښت، د کارېدونکو موادو د انتخاب، د پایو د ځای پر ځای کولو، د کمانونو د خلاصونونو د ټاکلو، د لوړوالي مایلو د حسابولو کې د انجنیرۍ پوهې له امله، سره له دې چې اوږدوالی یې زیات دی، د سختو طبیعي شرایطو لاندې نږدې شپږ پېړۍ ولاړ دی. نن ورځ هم کارېدونکی پل، د دوه نیم متره لوړوالي، څلور نیم متره سور لرونکی مثلثي بڼه تاریخي ماڼۍ او دوه برنډې لري. په ۲۰۱۵ کال کې د یونیسکو د نړیوال کلتوري میراث لنډمهاله لېست ته داخل شوي اوزون کوپرو د زیان نه لیدلو لپاره له هغه وخت راهیسې پرې د درنو وسایطو تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.



اړوند خبرونه