ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر چای مصرفېدونکی هېواد تورکیه ده؟
که څه هم د چای اصلي ټاټوبی ترکیه نه دی، خو شک نشته چې تر ټولو ډېر چای په تورکیه کې مصرفیږي. د چین په راپور کې، چې د نړیوال چای کمیټې لخوا چمتو شوی، ویل شوي دي چې ، په نړۍ کې په کال کې د هر کس په سر د چای تر ټولو ډېر مصرف لرونکو هېوادونو په لړ کې، تورکیه د ۳.۵ کیلو سره په لومړي ځای کې قرار لري. په نړیواله کچه د چای په تولید کې بیا ترکیه په پنځم ځای کې قرار لري.
ترکان، سره له دې چې په منځنۍ آسیا کې له چای سره اشنا شوي وو، خو چای د اناتولیا سیمې ته د راتلو لپاره ډیر زیات وخت نیولی دی. په اناتولیا کې د چای څښل د ۱۹مې پېړۍ له دویمې نیمایي وروسته عام شو. سره له دې هم، په عثماني دولت کې قهوه تل تر چای غوره ګڼل کېده، خو د جګړو له امله، خلک د ګرانه او سخته پیدا کېدونکي قهوې څخه محروم پاتې کېده پیل شو. د جمهوریت له اعلان وروسته، مصطفی کمال اتاترک په تورکیه کې د چای کرلو تشویق پيل کړ، چې یو داسې څښاک و چې ارزانه تولیدېده او په اسانۍ سره ترلاسه کېدای شو. په ۱۹۲۴ کال کې دولت د ریزې په ولایت کې د چای د تولید په اړه قانون تصویب کړ، او د سیمهییز پرمختګ په تأمینولو سره تورکیه په نړۍ کې د چای تولید او مصرف په برخه کې یو مهم ځای ته ورسېده.
نن ورځ، د ترکانو لپاره چای نه یوازې یو څښاک دی، بلکې په ورځني ژوند کې یو اساسي ټولنیزه وسیله هم ده. چای ورکول او یو ځای چای څښل د ملګرتیا، مېلمهپالنې او نزاکت نښه ده. چای په ورځني ژوند کې د اوبو وروسته تر ټولو ډېر مصرفېدونکی څښاک دی، او همدارنګه په ځانګړو ورځو، مراسمو او لمانځغونډو کې هم ورکول کېږي، چې په کې د کورنۍ غړي یا مېلمانه سره راټولېږي او ګډ ارزښتونه شریکوي.
اړوند خبرونه
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ لومړنی پېژندل شوی جغرافیهپوه په ترکیه کې د اماسیا په ولایت کې زېږېدلی دی؟
ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسو پوهېږئ چې د نړۍ په کچه د مشهور سراشپزانو یا شیفانو په منځ کې ترکي سراشپزان هم شتون لري؟