د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2204021
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د مرکزي اناتولیه په سیمه کې د تاریخي ښارونو څخه د قیصري بونیهان ولسوالۍ خپل نوم هغو لاسي اوبدل شویو غالیو ته ورکړی دی چې په نړیواله کچه شهرت لري. د بونیان غالۍ، چې په ۱۹۹۶ کال کې د بونیان ښاروالۍ د غوښتنې په اساس د تورکیې د جغرافیوي ثبت شوو محصولاتو په منځ کې شامله شوه، د مهارت غوښتونکي لاسي کار، نازکو او ظریفو نقشونو، د لوړ کیفیت تار او له یو بل سره همغږو نقشونو له امله د تورکیې په غالۍ جوړولو صنعت کې ځانګړی اهمیت لري.

په ولسوالۍ کې، چې نږدې هر کور کې د غالۍ اوبدلو چوکاټ شتون لري، د تولید شوې غالۍ په هر سانتي متر مربع کې لږ تر لږه ۲۵ ګنډې وي. تر نږدې وخته پورې، له طبیعي رنګ لرونکو تارونو څخه اوبدل شوې ۶ متر مربع غالۍ د نږدې یوې میاشتې مودې کار محصول وي. د بونیان غالۍ مځکه له دوو برخو جوړه ده: لومړۍ برخه هغه سیمه ده چې څنډې او ستنې په کې موقعیت لري، او دویمه منځنۍ برخه ده.

د بونیان غالۍ، چې د "نازک ګل غنم"، "خوشه يي"، "تاوېدونکی" او "بڼو لرونکی" په نومونو یادېدونکو دودیزو نقشونو سره ښکلې شوې ده، د اوبدلو پر مهال له یو بل سره همغږي روښانه رنګونه غوره کېږي. په بونیهان کې ډېری کورنۍ خپله ګټه د غالۍ اوبدلو له لارې ترلاسه کوي، او بهر ته د پلور له لارې د هېواد اقتصاد ته په جدي کچه بهرني اسعار د داخېلدو سبب ګرځي.



اړوند خبرونه