دا ځکه چې ...

تر هغه چې د ملتونو ژوند په خطر کې نه وي، هره جګړه جنایت دی

2203822
دا ځکه چې ...

 

په نننۍ برخه کې به تاسو ته د انسانیت د شاید تر ټولو ستر فضیلت، سولې په اړه خبرې وکړو. خپلې خبرې د اتاترک د یوې وینا پر بنسټ چې د ترکیې د بهرني سیاست په اصل کې یې په «کور کې سوله او په نړۍ کې د سوله» اصول یې ځای پرځای کړی، پیلوو او وایو ځکه چې - تر هغه  چې د ملتونو ژوند په خطر کې نه وي، هره جګړه جنایت دی.

دا ځواکمنه وینا د اتاترک د نړیوالې سولې، د بشري حقونو او د جګړې د ویجاړونکي اغېزو په اړه لیدلوری په روښانه توګه خلاصه کوي. د ستر رهبر دا وینا نه یوازې د جګړې ضد دریځ څرګندوي، بلکې په نړیوالو اړیکو کې د سوله‌ییزو پالیسیو د ملاتړ اړتیا په اړه ژوره فلسفي پوهه هم لري. داسې یوه خبره د یو داسې پوځي لخوا ویل کېدل، چې د خپل ژوند مهمه برخه یې په سنګرونو او جګړو کې تېره کړې، په ځانګړې توګه د غور وړ ده.

اتاترک، په ځانګړې توګه په لومړۍ نړیواله جګړه او د خپلواکۍ جګړه کې لوی دردونه او ویجاړونې شخصاً تجربه کړي، چې  د هغه د جګړې او سولې پر مفاهیمو باندې یې ژوره اغېزه کړې ده. اتاترک، چې جګړه یې ښه پېژندله، په دې پوهېده چې جګړې حتی د ګټونکو لوریو لپاره هم څرنګه لوی ویجاړونې رامنځته کوي. د خپلواکۍ جګړه د ترکي ملت د خپلواکۍ او د ژوند حق د ساتنې مبارزه وه. له همدې امله، اتاترک دا جګړه په حقه دلیل بنا کوي. خو د دې ډول اړینو حالاتو څخه پرته، یرغلګرې جګړې د انسانیت په وړاندې یو جرم ګڼي.

په دې وینا کې ښکاره پیغام دا دی چې جګړه یوازې هغه وخت مشروع کېدای شي چې د ملت موجودیت او خپلواکي په مستقیم ډول تر ګواښ لاندې وي، او د دې شرایطو پرته جګړې ته لاس اچول د منلو وړ نه دي. اتاترک څرګندوي چې جګړه یوازې هغه وروستۍ چاره ده چې یو ملت یې د خپل ژوند، آزادۍ او خپلواکۍ د دفاع لپاره کارولی شي. خو په ډېرو حالاتو کې جګړې د یرغلګرو دولتونو لخوا د ګټو او ځواک ترلاسه کولو په موخه په ناحقه پیل شوې دي. د اتاترک په وینا، دا ډول جګړې جنایتونه دي، ځکه چې دا جګړې یوازې بې‌ګناه خلک له منځه وړي او د انسانیت وقار ته زیان رسوي.

د جګړې د ویجاړونکو اغېزو په اړه د اتاترک پوهاوی د هغه د رهبری په لید کې ژور ځای لري. د شلمې پېړۍ پیل داسې یو وخت و چې په کې د نړۍ لوی ځواکونه د ګټو د ټکر له امله په پرله‌پسې توګه جګړې ته اړ کېدل. د دې جګړو په پایله کې ملیونونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ټولنې په اقتصادي او ټولنیز لحاظ وروسته پاتې شوې. اتاترک د دې ډول جګړو بې‌مانیتوب او د نااړینو انساني تلفات یې په ښکاره ډول لیدلي وو. د دې وړاندوینې په پایله کې، چې نازیان به په جرمني کې او فاشیستان به په ایټالیا کې اروپا جګړې ته کش کړي، په ۱۹۳۴ کال کې د بالکان تړون د لاسلیک کېدو لپاره رهبري کوي. ترکیې، چې شاوخوا لس کاله مخکې له یونان سره جګړه کړې وه، له رومانیا او یوګوسلاویا سره یوځای دا ځواکمنه اتحادیه رامنځته کړه، او د دویمې نړیوالې جګړې څخه مخکې یې د سولې په باور ټینګار وکړ.

د خپل پروګرام د ټیم نورالدین چېتین او الپر بېشې په استازیتوب، زه ستاسو د پروګرام جوړوونکی مراد اورېم، ټولو ته له معلوماتو او له خوښۍ ډکو ورځو هیله لرو.

 

 


پيوندونه: #دا ځکه چې .

اړوند خبرونه