ایا تاسې پدې پوهیږۍ

آیا تاسو پوهېږۍ چې د جنوب ختیځ اناتولیا په سیمه کې د نمرود غره نوم د  یونیسکو نړیوالو میراثونو په  لېست کې شامل دی؟

2202333
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

نمرود غر، چې هم یو اورشیندونکی غر دی، هم طبیعي یادګار او هم د انسانانو لاس جوړ تاریخي اثر ځانګړتیاوې لري، له ۱۹۸۷ کال راهیسې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په لېست کې شامل شوی دی.

د جنوب ختیځ اناتولیا د سیمې د نمرود غر  د اديیامان ولایت د کاهتا ولسوالۍ ته نږدې موقعیت لري. دا غر، چې ۲۱۵۰ متره لوړوالی لري، د میلاد څخه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د کوماژن (Commagene) پاچاهۍ لخوا په پټو لویو مجسمو ښکلی شوی و. هغه لویې مجسمې چې تر ۱۰ مترو پورې لوړوالی لري، د پاچاهۍ تر ټولو مشهور واکمن انتیوخوس تیوس په ویاړ په غره کې ځای پر ځای شوي، چې نن ورځ د نمرود کنډوالو په نوم پېژندل کېږي او هر کال زرګونه لیدونکي د نمرود غره ته راجلبوي.

دغه کنډرپه ۱۸۸۱ کال کې په سیمه کې دنده لرونکي انجنیر کارل سېسټر لخوا وموندل شوې. الماني لرغون پېژندونکی اوټو پنشټاین او د هغه وخت مشهور ساینسپوه عثمان حمدي بې په سیمه کې څېړنې وکړې او ډېر پاتې شوني او اسناد یې راوسپړل. د موندنو په منځ کې د یوناني لیکنې په برکت، د سیمې د تاریخ او مجسمو په اړه مفصل معلومات ترلاسه شول. اټکل کېږي چې دا لوی د سر مجسمې، چې د تاریخ شاهدې دي او د هغه وخت خدایانو سمبول دي چې خلکو پرې باور درلود، د دې لپاره طرحه شوې وې چې ټول دینونه او کلتورونه د یو بیرغ لاندې سره یوځای کړي.

د دغو مجسمو له امله، نمرود غر چې د "خدایانو غر" په نوم هم یادیږي، تر اوسه هم دا راز پټ دی چې د غره په څوکه دا لویې مجسمې څنګه جوړې شوې. لرغون پېژندونکي اټکل کوي چې د غره په څوکو کې پرتې د چونې ډبرو بلاکونه هلته په مجسمه بدل کړای شوي دي. نمرود غر، چې په نړۍ کې د ورته کچې تومولوس څخه یو مخکښ دی، د لمر لوېدو او په ځانګړې توګه د لمر ختو پر مهال د لیدو وړ ځانګړی منظره لري.



اړوند خبرونه