ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهېږئ چې د جنوب ختیځ اناتولیا په سیمه کې د شانلي اورفا ولایت نه یوازې د تاریخ له مخې، بلکې د افسانو له مخې هم مشهور دی؟

2202317
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

شانلي اورفا، چې د خپلې کیسې، منظرې، پاکې هوا او معمارۍ له مخې یو زړه راښکونکی چاپېریال لري، نه یوازې د تاریخ له مخې، بلکې د افسانو له مخې هم یو مشهور ښار دی. د ښار له تر ټولو مشهور ځایونو څخه یو هم بالکله ګول (د ماهیانو جهیل) دی، چې په هر ځای کې یې د تاریخ یوه برخه موندلی شئ. د شانلې اورفا له سیاحتي مرکزونو څخه یو، بالېکلې ګول یا د کبانو جهیل دی چې ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور او نږدې ۵ متره ژوروالي لري.

بالکله ګول یا  کبانو جهیل، چې له کانالونو سره نښلول شوی دوه لوی حوضونه لري، په اصل کې له یو سیند سره تړلی دی او د ښار شاوخوا تاوېږي. وروسته، د هېواد له پولو څخه بهر تېرېږي او د سوریې په لور دوام کوي. تر ۶مې پېړۍ پورې، د دې ځای له ویالو څخه راټولې شوې اوبه په دې جهیل کې راټولېدې. په هغه وخت کې، د  یو سېلاب په نتیجه  ډېرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. وروسته  د بیزانس  امپراتور له استانبول څخه ډېر انجنیران واستول ترڅو دې حالت ته حل لاره پیدا کړي. د راتلونکو سېلابونو په وړاندې، یو دېوال جوړ شو او د اوبو د راټولېدو د مخنیوي لپاره بل کانال وکيندل شو، او ستونزه حل شوه.

د بالکله ګول  یا کبانو جهیل ، چې د افسانو موضوع ګرځېدلې، د خلکو په منځ کې مقدس ګڼل کېږي او ویل کېږي چې د ددې جهیل د کبان خوړونکي ناروغېږي. په جهیل کې د "بیېکلي سازان یا carp" په نوم د کبانو یو ډول شتون لري او په اصل کې د دې ډول هګۍ زهري دي، نو خوړل یې د انسان روغتیا لپاره خطرناک دي. د افسانې له مخې، حضرت ابراهیم علیه السلام، چې د درېیو اسماني دینونو پلار ګڼل کېږي، دلته اور ته غورځول شوی و او د یوې الهي معجزې له مخې هغه ځای چې هغه پکې اور ته غورځول شوی وو، په دې جهیل بدل شو، او سوځېدونکي لرګي په کبانو بدل شول. په بالکله ګول یا د کبانو جهیل په  شاوخوا  کې هغه سمڅه چې حضرت ابراهیم علیه السلام پکې زېږېدلی هم شتون لري. له همدې امله، دا سیمه هر کال د هر هېواد او هر دین پیراونو  لخوا د کال په هر موسم کې لیدل کېږي.همداشان د ښار د پیغمبرانو د ښار په نوم هم مشهور دی.



اړوند خبرونه