ایا تاسې پدې پوهیږۍ
آیا تاسو پوهېږئ چې د استانبول له سمبولونو څخه یو د یریباتان په نامه د مځکې لاندې د اوبو ذخیره ده ؟

آیا تاسو پوهېږئ چې د استانبول له سمبولونو څخه یو د یریباتان په نامه د مځکې لاندې د اوبو ذخیره ده ؟
د یریباتان د اوبو ذخیره په ۶مه پېړۍ کې، د بیزانس امپراتور لومړي جسټینیانوس لخوا د ماڼۍ او شاوخوا سیمو د اوبو اړتیا پوره کولو لپاره جوړ شوې ده.د ویلو ده چې دا د اوبو ذخیره د استانبول تر ټولو لویې سرپټی ذخیرې ځانګړتیا لري. دا په زړه پورې جوړښت، چې د اوبو په مینځ کې د راپورته شوو او ګڼ شمېر ښکاره کېدونکو مرمرو ستنو له امله د خلکو په منځ کې د " یریباتان ماڼۍ" په نوم یادیږي، په لاتیني ژبه کې ورته "چسترنا باسیلیکا" ویل کیږي.
د یریباتان د اوبو ذخیره چې د ۸۰,۰۰۰ ټنه اوبو زېرمه کولو ظرفیت سره، چې د ښار تر ټولو لویه سرپټې ذخیره ده، شاوخوا ۱۰۰۰ متره مربع مساحت لري؛ اوږدوالی یې ۱۴۰ متره، او سور یې ۷۰ متره دی، او په مستطیل شکل یو لوی جوړښت دی.
په عثماني دوره کې دوه ځله ترمیم شوی دا ذخیره، د جمهوریت له اعلان وروسته هم بیا رغول شوی. د ۱۹۸۵-۱۹۸۷ کلونو ترمنځ ترسره شوو پراخو ترمیم او پاکارۍ چارو په ترڅ کې، د یریباتان تر ټولو مهم سمبول د میډوسا سر نقاشۍ شوي بلاکونه ، وموندل شول.
د یریباتان د اوبو ذخیرې موزیم چې د خپل تاریخ تر ټولو لوی بیارغونې چارو سره پیاوړی شوې او راتلونکو پېړیو شاهدۍ ته چمتو شوی د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲مه نېټه بیا پرانیستل شو او خپلو لیدونکو ته هرکلی وایي. د موزیم په دې وروستي ترمیم کې، د شفاف، سپک د پلي لارې په وسیله د ځای په تل کې اصلي هنر د لېدو وړ دی. په دې توګه، لیدونکي کولای شي د پنځمې پېړۍ د هنرمندانو لاسلیک لرونکي د تل خښتې او ۱۰ مترو لوړوالي سره ذخیره د خپل ټول عظمت سره وویني. یریباتان ذخیره چې د ډېرو نړیوالو او کورنیو مېلمنو لخوا لیدل کېږي، کنسرتونو او نندارتون کوربه توب هم کوي.