ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهیږي چې د تورکیې د موغلا ولایت د  فتحیې په سیمه کې د اولودېنېز (مړ سمندر) ساحل د نړۍ تر ټولو ښکلی ساحل ټاکل شوی دی؟

2201325
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهیږي چې د تورکیې د موغلا ولایت د  فتحیې په سیمه کې د اولودېنېز (مړ سمندر) ساحل د نړۍ تر ټولو ښکلی ساحل ټاکل شوی دی؟

اولودېنیز، چې په اېجین سیمه کې د فتحیې پورې تړلی یو سیاحتي ځای دی، یو داسې ځای دی چې د سمندر د هر ډول نیلي رنګونو، تک سپین ساحل، او په طبیعت کې پټو تاریخي پاتې شونو سره ، نه یوازې د تورکیې بلکې د نړۍ له تر ټولو ښکلو تفریحي ځایونو څخه ګڼل کېږي. مړ سمندر یا اولودینیز چې په ۲۰۰۶ کال کې په لوړه رایه سره د "د نړۍ تر ټولو ښکلی ساحل" په توګه ټاکل شوی ، همدارنګه د "نیلي جهیل" په نوم هم پېژندل کېږي.  

اولودېنیز یا مړ سمندر چې تاریخ یې ډېر زوړ دی، په لیکیایی تمدن کې د "رڼا او لمر هېواد" په توګه، او په منځنیو پېړیو کې د "لرې سیمې" په توګه پېژندل کېده. د اولودېنیز یا مړ سمندر ساحل د "بشپړ خوندي او پاکو لامبو وهلو" په معنی د نیلي بیرغ (Blue Flag) خاوند دی. اولودېنېز یا مړ سمندر، چې د خپل نوم په څېر ارامه او ولاړه جهیل ته ورته دی، حتی په تر ټولو توپاني ورځو کې هم خپل سکون ساتي. سره له دې چې سمندر يي دومره ارام دی، خو ډیر زیات پاک هم  دی. د چشمو اوبو تړاو، د آزاد سمندر (د سمندر وسط) جریانونه او د مد او جزر اغېزې له امله په دوامداره توګه نوې کېدونکی اولودېنیز یا مړ سمندر کې هېڅکله ککړتیا نه رامنځته کېږي.

په اولودېنېز کې د لیدو او کولو لپاره ډېر شمېر فعالیتونه شتون لري. باباداغ، چې د د پراشوټ الوتنې سپورټ لپاره یو مشهور الوتنې ځای دی او د اولودېنېز یا مړ سمندر په لمنو کې پروت دی، له خپلې ښکلي منظرې او هوايي شرایطو سره د نړۍ له تر ټولو غوره د پاراشوت د الوتنې  سیمو څخه دی. له زړه راښکونکي باکره طبیعت، د کېمپ کولو ځایونو، د ټریکنګ لارو، خوندورو خوړو، پراشوت او لرغونو سیمو سره، تاسو کولای شئ د کال په هر وخت کې دې ځای ته په خوند سفر وکړئ.



اړوند خبرونه