دا ځکه چې ..

د تورکیې جمهوریت به د  تل لپاره  پایدار وي

2200989
دا ځکه چې ..

 نن به موږ تاسو ته د یوه ۱۰۱ کلن ځوان د تورکیې جمهوریت په اړه خبرې وکړو. موږ به په لنډه توګه د یوه ملت د خپلواکۍ او بیا حاکمیت ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړو چې نږدې دوه پېړۍ یې له جګړو او ماتو سره مخ و. موږ خپلې خبرې داسې پیلوو. د تورکیې جمهوریت به تل پایدار وي ، ځکه چې...

 

 که څه هم عثماني سترواکي په لومړۍ نړیواله جګړه کې د چناق قلعه او کوت په جګړو کې د هغه وخت د ځواکمن هېواد لویې برتانیې پر وړاندې بریالۍ شوه، خو په جګړه کې یې ماته وخوړه او په عملي توګه له منځه لاړه. د سور تړون چې د هغه وخت حکومت لاسلیک کړ، د ترکانو د زر کلن هېواد په غلامۍ بدلېدل و. خو د مصطفی کمال تر مشرۍ لاندې  د یو شمېر ښه روزل شویو پوځیانو او ملکي روڼ اندو راټولېدیو دا لوبه  او دسیسه شنډه او ماته کړه. د تورکیې د خپلواکۍ جګړې وروسته، هغه استعماري ځواکونه چې نه ماتېدونکي ګڼل کېدل، یو په بل پسې خپلې مستعمرې له لاسه ورکړې.

 

د تورکې  د خپلواکۍ جګړه له لومړۍ ورځې د ملي حاکمیت د اصل پر بنسټ پرمخ روانه وه. پدې کې تر ټولو لوی رول بې له شکه د مصطفی کمال و. د "د ملت خپلواکي به د ملت عزم او اراده وژغوري" اصل نه یوازې د خپلواکۍ ترلاسه کول و، بلکې دا هم و چې وروسته به څوک په حکومت کې واک لري.

پدې لور لومړی ګام د ارزروم او سیواس کانګرو او سترو غونډو جوړول و. مصطفی کمال له لومړۍ ورځې د خپلواکۍ غورځنګ د ټول ملت ګډ مال وګاڼه او ډاډ یې ترلاسه کړ چې د ملت استازي به په هر پرېکړه کې ونډه ولري. په پای کې، د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳مه د تورکیې ملي شورا پرانیستل شوه او د خپلواکۍ مبارزه به د دې ملي شورا  لخوا اداره کېده.

 

 د ۱۹۲۲ کال د اګست د ۳۰مې لوی بریا وروسته، نوبت د تورکيې د  دولت د خپلواکۍ او د حاکمیت حقونو قانوني ثبتولو ته راغی. د نړیوالې جګړې بریالي هېوادونه چې په وسلو سره یې اناتولیا نشوای نیولی، غوښتل یې چې د مطلق بریا ترلاسه کوونکی ترک ملت د خبرو اترو په میز کې تسلیم کړي. د دې موخې لپاره، د سویس په لوزان ښار کې د سولې خبرو اترو ته یې د تورکیې د ملي شورا د حکومت سره چې د خپلواکۍ جګړه یې اداره کوله، د استانبول حکومت هم رابللی و چې عملاً شتون نه درلود. د متحدینو د دې حرکت په ځواب کې، ملي شورا  د ۱۹۲۲ کال د نوامبر په لومړۍ نېټه پرېکړه وکړه چې سلطنت لغوه کړي او نړۍ ته یې اعلان وکړ چې د عثماني سترواکۍ شتون په رسمي توګه پای ته رسېدلی دی.

 

د لوزان کنفرانس چې د ترکي پلاوي مشري یې جنرال عصمت پاشا کوله، د ۱۹۲۳ کال د جولای په ۲۴مه د لوزان د سولې تړون په لاسلیک کولو سره پای ته ورسېد. د پوځي بریا وروسته د دې ډیپلوماتیک بریالیتوب په ترلاسه کولو سره، تورکیه اوس په نړیواله صحنه کې یو خپلواک دولت شو چې خپل حق درناوی یې ترلاسه کړ. دې نظام او حکومت چې عملاً کار کاوه شکل پاتې وو. د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۸مه ماښام، غازي مصطفی کمال په یوه میلمستیا کې چې عصمت اینونو، علي فواد جبسوی او کاظم قره بکیر په کې هم ګډون درلود، خپله مشهوره جمله وکاروله "ښاغلو، سبا به موږ جمهوریت اعلان کړو." بله ورځ، تورکیې ملي شورا  ته وړاندې شوی وړاندیز په لوی شوق سره ومنل شو او د تورکیې جمهوریت په رسمي توګه نړۍ ته اعلان شو.


پيوندونه: #دا ځکه چې ..

اړوند خبرونه