په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې
بې خوبي د عصري وختونو یو له مهمو ستونزو څخه ده. په ځانګړې توګه هغه کسان چې په لویو ښارونو کې ژوند کوي، هڅه کوي چې د ورځنیو ستونزو سره د مبارزې په موخه د ورځې ضایع شوي انرژي بیرته ترلاسه کړي او نوې ورځ په ښه توګه پيل کړي خو ډیری وخت دا هڅې د مختلفو دلایلو له امله د ناکامۍ سره مخ کیږي. په داسې حال کې چې په اوسط ډول انسان په خپل ژوند کې ۲۶ کاله په خوب کې تیروي، خو هغه وخت چې یوازې د ویده کیدو په هڅه کې تیروي ۷ کاله اټکل کیږي. متخصصین په ځانګړې توګه یادونه کوي چې د ښه خوب لپاره د بستر غوره کول ډیر مهم رول لوبوي خو په ځانګړې توګه د هغه کورونو لپاره چې کوچني دي د راحته او لوی تخت ایښودل یوه جدي ستونزه ده. خو دا ستونزه نن ورځ د هوا بسترونو، کاتیدونکو تختونو او یا په دیوال کې نصبیدونکي تختونو سره حل کیږي.
خو ایا تاسې پوهیږۍ چې کاتیدونکی او په دیوال کې نصبیدونکی تختونه د چا لخوا اختراع شوي دي؟
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ښار د اروپا نه د راغلو کډوالو چې د یو لا ښه ژوند په خاطر راغلي وو د ډیرو دروند بار لاندې وو. د کډوالو دغه جزیان په ځانګړې توګه په نیویارک ښار کې د کورونو جدي ستونزه رامنځته کړې وه. ددې ستونزې د لومړني حل په توګه په ښار کې د ډیرو پوړونو او لوړو نویو ودانیو جوړول وو. او همداسې هم وشو. خو کله چې د نیویارک ښاروالۍ په لا زیاتو لوړو ودانیو جوړولو بندیز ولګو په ښار کې د لا زیاتو کډوالو د ستونزې له امله د استوګنې ستونزه لا پسې ژوره شوه.
حتا تر دې پورې چې خلک مجبور وو چې په یو اطاقه کورونو او د نورو سره په ګډه یو تشناب وکاروي. ددې کورونو هر متر مربع ډیر زیات ارزښتمند وو.
په ځانګړي ډول د ښار په مرکز کې مجرد ځوانانو د کورونو د کوچنیوالي او ځای د نشتوالي له امله د ملګرو د نه میلمه کولو په اړه شکایت درلود .
د ښار یو تن مسلکي ترکاڼ سارا ګوډ، د مشتریانو لخوا د ځای د کوچنیوالي په اړه ډیر زیات شکایتونه ترلاسه کول. په پيل کې هغه هڅه وکړه چې د تختونو چوکاټ کوچني کړي خو د هغه دې مفکورې د مشتریانو توجه جلب نکړه ځکه چې مشتریانو داسې تخت غوښته چې په دیوار یا چت کې پټ وي او یواځې د ضرورت پر مهال ترینه استفاده وکړي. سارا ګوډ، د مشتریانو د غوښتې له مخې په دیوار کې د نصبیدونکي تخت الهام په اصل کې د کوچنیو کاتیدونکو میزونو د ډیزاین نه واخیست . هغه خپل ټول دقت پدې برخه کې واچو او بالاخره یوې مثبتې نتیجې ته ورسید.
سارا ګوډ لومړنی کاتیدونکی تخت ډیزاین او جوړ کړ او د ۱۸۸۵ میلادي کال د جولای په ۱۴ نیټه يي د خپل دې اختراع او کشف د امتیاز حق ترلاسه ، مګر هغه ونشو کولی چې خپل دې اختراع او کشف ته خپل نوم ورکړي ځکه چې کلونه وروسته ، د اوپیرا هنرمند ویلیم لارنس مرفي ، چې د نیویارک څخه زرګونه میله لرې په سان فرانسسکو کې اوسیده د یو څه توپیر سره ورته ماډل تخت طرحه ، ډیزاین او جوړ کړ. مرفي غوښتل چې د اوپیرا نندارې دمخه د خپلو ښځینه هنرمندانو ملګرو سره په یوه کوچنۍ خونه کې ګډ تمرین وکړي ، مګر د هغه د کور او خوني کوچینوالي او د وخت اخلاقي قواعدو دې ته اجازه نه ورکوله. ځکه د مرفي کور د هغه د خوب کوټه هم وه. مرفي د دې مسلې په اړه فکر کول پیل کړل، د یو داسې تخت د جوړولو چې په دیوار کې نصب او ورک وي د جوړولو فکر وکړ ترڅو وکولای شي چې د خوب کوټه د سالون په توګه هم وکاروي. هغه همدا کار وکړ او د خپل دې تخت او اختراع د امتیاز حق يي ترلاسه کړ. دې اختراع په اصل کې مرفي لپاره یو داسې فرصت پیدا کړ تر څو د اوپیرا نه د تختونو په جوړولو سره زیاتې پیسې وګټي.
دا تخت دې ماډلونو، چې ډیر کم ځای نیولو د خلکو په ژوند کې ډيرې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې . د ویلو ده چې د مرفې لخوا جوړ شوی دیواري تخت په ډیر کم وخت کې د "مرفي بستر" په نوم په ښارونو کې مشهور شوو. په حقیقت کې ، دا اصطلاح د مختلف شرکتونو لخوا دومره وکارول شوه چې په ۱۹۸۹ کال کې د سوداګریزې نښې محافظت لرې کړی شو. د ویلو ده چې نن ورځ د کورونو د لویدو او د کورنیو د غړیو د تعداد د کمیدو له امله په ډیری کورونو کې د دیواري تختونو اړتیا کمه شوې ده خو دا ډول تصادفي اختراع ګانو په واقعیت سره چې زمونږ په ژوند کې ډیرې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.