د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
منځنی ختیځ چې په پرله پسې توګه د جیو پولیټیکل ګټو په اړه د اختلافاتو په مرکز کې قرار نیسي ، یو ځل بیا د اسرائیلو، حزب الله او ایران ترمنځ د شخړې په زیاتیدو سره د یو جدي کړکیچ شاهد دی. دا شخړه یوازې سیمه ییزه مسله نه ده، بلکې د ژورو او پیچلو تحرکاتو څرګندونه ده چې د لسیزو راهیسې یې سیمې ته شکل ورکړی دی. اوسنۍ شخړې د یوې پراخې ستراتیژیکې مبارزې نښه ده چې پکې نه یوازې ښکېلې خواوې، بلکې نور سیمه ییز او نړیوال لوبغاړي هم شامل دي، چې هر یو یې خپلې ګټې او اجنډا لري. په وروستیو میاشتو کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د کړکیچ زیاتیدو سره، د منځني ختیځ سیمه خورا کړکېچن او شخړو نه ډکې یوې دورې ته داخلیږي.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي څيړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د دې شخړې په مرکز کې د ایران او حزب الله اړیکې پرتې دي. حزب الله د د ایران لپاره، یو مهم نیابتي ځواک . ایران په المشرق سیمه کې د خپل نفوذ پراخولو او د اسرائیلو او لویدیځو تیریو د مخنیوي په خاطر ددې ځواک نه استفاده کوي. حزب الله پدې برخه کې ډیر ښه رول لوبوي. د خپل تاسیس راهیسې، حزب الله د ایران له نظامي، مالي او ایډیالوژیکي ملاتړ څخه برښمند دی او ایران حزب الله ته دا توان ورکړی چې د ملیشې څخه په لبنان او پراخه سیمه کې په یو لوی سیاسي او نظامي ځواک بدل شي. دا اتحاد د اسرائیلو او هغه څه چې دوی په منځني ختیځ کې د لویدیځ امپریالیزم په توګه درک کوي د مقاومت په یوه ګډ بحث کې ژوره ریښه لري.
له بلې خوا اسرائیل حزب الله ته د یو موجود ګواښ په سترګه ګوري. د حزب الله د توغندیو پراخ ظرفیت او په جنوبي لبنان کې د هغې شتون د اسرائیل امنیت ته مستقیم ننګونه ده. د اسرائیلو پوځي نظریه په زیاتیدونکي توګه د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره د مخکینیو بریدونو، استخباراتي عملیاتو، او د حزب الله د اکمالاتي لیکو د پرې کولو د هڅو له لارې تمرکز کوي، چې ډیری وختونه د وخت په تیریدو سره د نظامي زیاتوالی لامل کیږي. د دغو عملیاتو موخه نه یوازې د حزب الله کمزوري کول دي، بلکې تهران ته د خپل شاوخوا سیمو کې د اسرائیلو د نفوذ د محدودولو په اړه د واضح پیغام استول دي.
د ایران ستراتیژیک حسابونه د هغه د پراخو سیمه ایزو ارمانونو له مخې جوړیږي. د حزب الله لپاره د تهران ملاتړ د هغې اوږدمهاله ستراتیژۍ برخه ده چې په منځني ختیځ کې له عراق څخه تر یمن پورې د نیابتي ځواکونو د جوړولو لپاره کار کوي. د دې کار په کولو سره، ایران موخه دا ده چې د ځواک پروژه وکړي، خپل سیالان - په ځانګړې توګه سعودي عربستان او اسرائیل پر وړاندې توازن وساتي او د بفر زون رامینځته کړي چې د هغه په وړاندې هر ډول مستقیم نظامي اقدام ستونزمن کړي. حزب الله په لبنان کې د خپل شتون او د اسرائیلو په خاوره کې د ژور برید کولو وړتیا سره، د دې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده.
په سیمه ایز سیاست باندې د دې شخړې اغیزې له پامه غورځول کیدی نشي. د اسرائیلو-حزب الله-ایران شخړه په منځني ختیځ کې شته فرقه ییز تاوتریخوالی نور هم زیاتوي. پداسې حال کې چې حزب الله ځان د شیعه مقاومت د مخکښ په توګه یادوي، د اسرائیلو کړنو ته ډیری وختونه د فرقه ایزو اختلافاتو ته د لمن وهونکو کړنو په سترګه کتل کیږي چې ، د عراق، سوریې او لبنان په څیر هیوادونو کې د سني او شیعه ټولنو ترمنځه اختلافات زیاتوي او قطبونه رامنځته کوي. دا فرقه ایزه ویش نه یوازې دا هیوادونه بې ثباته کوي، بلکې سیمه ایزې ډیپلوماسۍ او د پخلاینې هڅې هم پیچلې کوي.
لبنان، چیرې چې حزب الله دواړه هم سیاسي او هم نظامي پلوه ډیر پیاوړی دی، په یو بې ثباته هیواد بدل شوی دی. په سوريه کې د دغې ډلې شتون، له اسرائيل سره پوځي برخوردونو او له ايران سره ژورو اړيکو لبنان د پراخو سيمه ييزو شخړو د جګړې ډګر ګرځولی دی. د هیواد نازک سیاسي سیسټم چې دمخه د اقتصادي سقوط او ټولنیز ناکرارۍ له امله ضعیف شوی و، د حزب الله په وړاندې د اسرائیلو د غچ اخیستنې دوامداره ګواښ له امله نور هم بې ثباته شوی دی. د دغو ځواکونو تر منځ بند پاتې، ملکي خلک ددې جګړو او شخړو بیه پرې کوي.
د سمدستي سیمې هاخوا، د اسرائیل-حزب الله-ایران شخړه ممکن د نړیوال جیوپولیټیک لپاره د پام وړ اغیزې ولري. امریکا، چې د اسرائیلو کلک متحد دی، په منځني ختیځ کې د خپلې پراخې ستراتیژۍ لپاره حزب الله او ایران ته د مرکزي ستراتیژۍ په سترګه ګوري. د اسرائیلو لپاره د واشنګټن ملاتړ، له پوځي او ډیپلوماتیکو پلوه، په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره د هغې هڅې یوه برخه ده. دا متحرک حالت یو بې ثباته حالت رامینځته کوي چیرې چې هر ډول تاوتریخوالی کولی شي د بهرنیو قدرتونو ترمنځه ټکر رامنځته کړي او په بالقوه توګه د یوې پراخې سیمه ایزې یا حتی نړیوالې جګړې لامل شي.
په دې شخړه کې د روسیې رول په ځانګړې توګه د پام وړ دی. روسیه، چې په سوریه کې د ایران او د بشارالاسد د رژیم مهم متحد دی، له اسرائیلو سره خپلې اړیکې په دقت سره اداره کوي، چې اکثراً د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي. خو د مسکو اوږدمهاله ستراتیژیکې ګټې په سیمه کې د خپل نفوذ په ساتلو کې نغښتې دي، او د اسرائیل-حزب الله-ایران په شخړه کې هر ډول د پام وړ زیاتوالی کولای شي روسیه دې ته اړ کړي چې خپل دریځ له سره وارزوي او په بالقوه توګه د متحدینو د یوځای کیدو لامل شي.
چین که څه هم په مستقیم ډول لږ ښکیل دی، په منځني ختیځ کې په ځانګړې توګه د یو کمربند او یوې لارې د نوښت له لارې د اقتصادي ګټو په لټه کې دی. سیمې ته د بیجینګ چلند تر ډیره حده عملي دی، دا د نظامي ښکیلتیا پرځای په اقتصادي ډیپلوماسۍ تمرکز کوي. خو د اسرائیلو-حزب الله-ایران شخړې له امله رامنځته شوې بې ثباتي کولی شي د چین پانګونه له ګواښ سره مخ کړي او په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې د منځګړیتوب په توګه د لا فعال رول لوبولو ته اړ کړي.
د پایلې په توګه، د اسراییل-حزب الله-ایران شخړه د منځني ختیځ په پیچلي جیو پولیټیکل منظره کې یو مهم مرکز دی. دا یوازې دوه اړخیزه یا درې اړخیزه مسله نه ده، بلکې د سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت لپاره د لرې پرتو اغیزو سره جګړه ده. لکه څنګه چې وضعیت د پراختیا په حال کې دی، نړیواله ټولنه باید اصلي محرکاتو ته ډیره پاملرنه وکړي او د هرډول احتمالي احتمالي پایلو لپاره چمتو وي.