په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي تصادفي اختراع ګانې
پدې خپرونه کې به تاسې ته د کچالو د چپس د اختراع په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکړو.
پدې خپرونه کې به تاسې ته د کچالو د چپس د اختراع په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکړو.
د ویلو ده د کچالو چپس، چې د نړۍ د خوړو په کلتور کې خورا ځانګړی ځای لري، په ناڅاپي توګه د غوسې په شیبه کې د یو اشپز لخوا کشف شوي دي. حقیقت هغه ټکی چې باید هیر نه شي دا دی چې د کچالو چپس په لومړي ځل په ۱۸۵۳ میلادي کال کې کشف شوي . د ډیرو کلونو لپاره د ۵ ستوري هوټلونو یا لوی کروز کښتیو په رستورانتونو کې د سپینو زرو په لوخو کې د خوندور خوند په مشتریانو ته وړاندې کیدل.
کله چې په امریکا کې د اختراعاتو خبره راځي ، په معمولي توګه د انسانانو عقل او ذهن ته د ګراهام بیل چا چې تلیفون اختراع کړی ، د رائټ ورونو چې الوتکه یې اختراع کړې ، نیکولا ټیسلا یا توماس اډیسن چې د بریښنا او راډیو نشراتو يي اختراع کړي دي راځي. په هرصورت، شاید دا اړینه وي چې په دې لیست کې نیم سور پوست ، نیم تور جورج کروم نوم هم شامل کړي، چاته چې د امریکا میراث مجلې په ۱۹۷۶ کال کې د "غوړو خوړو آدیسن" لقب ورکړ. ځکه چې د کروم معجزه چپس د اختراع له ورځې راهیسې چې په تصادفي توګه شوي په میلیاردونو ځله مصرف شوي.
په ۱۸۵۳ میلادي کال کې، مشهور اشپز او شیف جورج کروم، چې د نیویارک په سراتوګا کې د مون لیک هاوس په نوم په یوه رستورانت کې کار کاوه، هغه د غوښې یو ډول خوړو سره کړي کچالو خپلو مشتریانو ته وړاندې کوي. د هغه دا خواړه د یو شتمن مشتري غصه پاروي او هیڅ يي نه خوښیږي. مشتري د خواړو قاب پخلنځي ته واپس کوي او غوښتنه کوي دا کچالو نري نري غوڅ او په غوړیو کې سره کړي. کروم دا غوښتنه مني او یو نوی قاب چمتو کوي، خو کله چې د شتمن مشتري مخې ته وړل کیږي ، هغه وايي چې ما خو ډیر نري نري وغوښتل او دا سره کړي کچالو ډبل دي. هغه بیرته قاب پخلنځي ته واپس کوي.
جورج کورم چې کله شتمن مشتري د دوهم ځل لپاره قاب واپس کول ګوري سخت په غوسه کیږي او وايي چې دا د مشتري لخوا هغه ته سپکاوی دی. خو هغه دا ځل د ډیر قهر نه خپل ټول مهارت په کار اچوي او کچالو لکه د کاغذ په څیر نري نري پرې کوي او په غوړو کې سره کوي. د نري نري سره کړو کچالو د پاسه مالګه او نورې ډول دول مثالې شیندي او مشتري ته يي استوي .د مالګې او مختلف مصالحو په اضافه کولو سره. بډایه مشتري کورنیلیس وانډربیلټ د کروم د خوندور چپس يي ډیر زیات خوښیږي او خپلو ټولو ملګرو ته ددې ځانګړي خوند او لذت په اړه یادونه او سپارښتنه کوي. د دې پیښې وروسته، هرڅوک د کروم څخه د ورته چپسو غوښتنه کوي چې هغه د ډیر غصې او قهر په نتیجه کې اختراع کړي وو.
که څه هم ورته د کچالو چپس یو څه وخت وروسته د کور میرمنو لخوا تولیدیدل پیل شول ، جورج کروم او د هغه خور کیټ ویکس چې په ۱۸۶۰ کال کې یې خپل رستورانت پرانیست ، د کچالو چپس معیار یې رامینځته کړ او د دوی نوي اختراعات یې بسته او پلور پیل کړل.
د کچالو چپس په چټکۍ سره په نیویارک ښار کې د خلکو لپاره د ناشتو لومړی انتخاب باندې بدل شو. په عین وخت کې، د کچالو چپس، چې د "ساراټوګا چپس" په نوم مشهور شو، د نورو لویو رستورانتونو او کروز کښتیو پخلنځي ته ننوتل، او په امریکا او اروپا کې یې د خوندور خوند په توګه په خپریدو پیل وکړ. د جورج کروم ناڅاپي اختراع، د کچالو چپس، هغه ته په ۱۸۸۹ کال کې د یوې ورځپاڼې لخوا "په امریکا کې ترټولو مشهور شیف" لقب ورکړ.
هغه خلک چې د امریکایی خواړو تاریخ سره علاقه لري د کروم او د هغه خور کیټ ویکس د دې اختراع د معمارانو په توګه په پام کې نیسي. په واقعیت کې، وروسته په ډیرو لیکنو کې، په مختلفو نومونو کې هڅه شوې چې د کچالو چپس اختراع کونکي لقب ورکړل شي. د کچالو چپس، چې د ډیرو کلونو لپاره د "ساراټوګا چپس" په نوم یادیدل، له هغه وخت راهیسې د بیلابیلو برانډونو لخوا په میلیونونو کڅوړو کې تولید شوي او په خوښۍ سره مصرف شوي.په ځانګړې توګه د ماشومانو او ځوانانو تر ټولو د خوښې وړ خوړو باندې بدل شول. په هرصورت، نن ورځ، د کچالو چپس په اړه محدودیتونه، چې لوړ غوړ او مالګه لري، د نږدې هر هیواد د خواړو مقرراتو ته داخل شوي. د کچالو چپس، چې اوس د هر چا لخوا منل شوي چې ډیر مصرف یې د چاقۍ او د زړه د ناروغیو لامل کیږي. د ویلو ده چې په اندازې سره د چپس خوړل کیدای شي چې ډیر زیان ونلري.