د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د دینیزلي ولایت د تاواس ولسوالۍ د یو ډول ځانګړو مستو په اړه معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو کې ځای نیولی دی.
لومړی راځۍ چې دینیزلي ولایت د پیژنو چې د تورکیې په کومه سیمه کې موقعیت لري.
د دینیزلي ولایت د تورکیې د ایجین په سیمه کې موقعیت لري او د هیواد یو له خورا مهمو صنعتي ښارونو څخه دی.
د دینیزلي ولایت چې د خپل صنعت او تجارت سره ځانګړی شهرت لري ددې ولایت د تاواس ولسوالۍ بیا د خپلو یو ډول ځانګړو مستو سره چې نوم يي هم د همدې ولسوالۍ له نوم څخه اخیستی دی شهرت لري.
دا مستې د تاواس سوځیدلې مستو په نامه یادیږي. د ویلو ده چې د تاواس سوځیدلې مستې په ۲۰۲۴ کال کې د تاواس د ښاروالۍ په وړاندیز او غوښتنلیک د تورکیې د جغرافیې د راجستر شوو توکو په لست کې شاملې شوې.
د ویلو ده چې د تاواس سوځیدلې مستې ددې سیمې د میږو له شیدو څخه جوړیږي. د مستې د خپل تولید د ډول له مخې ځانګړی خوند او لذت لري.
ددې مستو په جوړولو کې د شیدو پرته د بل هیڅډول موادو څخه استفاده نه کیږي.
ویل کیږي ددې مستو جوړولو ځانګړی مهارت غواړي.
۵ کیلوګرامه د سیمو د میږو غوړې شیدې په یو مسي دیګ کې اچول کیږي او په اور ایښودل کیږي. شیدې تر ۳۰ دقیقو پورې جوش کیږي. همداشان شیدې پریښودل کیږي چې لږ په دیګ کې بیخ ونیسي. وروسته په جوش شوو شیدو کې ۷۵ ګرامه د مستو تومنه اچول کیږي. وروسته دیګ د یوې ټوټې یا کمپلې سره پوښل کیږي او لږ تر لږه ۴ ساعته تومنې ته پریښودل کیږي.
همداشان کله چې مستې تومنه شي بیا تودوخی د ۶ درجو پورې د راټیټولو په خاطر په یخچال کې ایښودل کیږي.
کله چې دا مستې تومنه او مصرف ته چمتو شي یو ډول ډیر ښکلی سوځیدلی خوند کوي. ددې مستو لذت او خوند په بل هیڅ ځای کې نه موندل کیږي.
همداشان ډیری خلک بیا ددې مستو نه چکه هم جوړوي. دا مستې ځانګړی رنګ او خوند لري چې د هیواد د هرې سیمې نه مینه وال لري.