د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2180391
د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته، اروپا د طبیعي ګازو په برخه کې له ستونزو او کمښت سره مخ ده.

تورکیه د منابعو د تنوع په برخه کې د دې براعظم  تر ټولو مهم شریک دی. د اذربایجان طبیعي ګاز د روسیې او اوکراین د جګړې پرمهال د اروپايي اتحادیې هیوادونو لپاره د د چا خبره حیاتي ارزښت پیدا کړ.

د اروپايي ټولنې هېوادونو چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له روسیې څخه ۱۵۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز اخیستل، د جګړې د اغېز له امله په ۲۰۲۲ کال کې دا اندازه ۴۳ میلیارد متر مکعب ته راټیټه شوه.

برسېره پردې، د براعظم د طبیعي ګازو کارول، چې په ۲۰۲۱ کال  کې ۴۱۳ میلیارد متر مکعب وو، په ۲۰۲۲ کال  کې ۳۶۵ میلیارد متر مکعب او تیر کال ۳۳۰ میلیارد متر مکعب ته راټیټ شوي.

د روسیې ونډه، چې ځینې وختونه ۷۰ سلنې ته رسیده، ۱۵ سلنې ته راښکته شوه. د اذربایجان ونډه او ارزښت مخ په ډیریدو دی.

اروپايي اتحادیې هیوادونو له اذربایجان څخه د ۱۱ میلیارد طبیعي ګاز پيرودلی دی. دې کار باکو ونډه ۷ سلنې ته لوړه کړه. د اذربایجان ټول طبیعي ګاز د تورکیې له لارې اروپايي ټولنې ته انتقال شوي دي.

په همدې بهیر کې، تورکیې د طبیعي ګازو د مرکز د جوړولو پروژه پلي کړه. تورکیې هڅه وکړه چې نه یوازې اذربایجان بلکې د ترکمنستان طبیعي ګاز هم پر اروپايي هېوادونو وپلوري.

په دې وروستیو کې د ترکمنستان د ګازو لپاره د تورکیې، اذربایجان او ترکمنستان د انرژۍ ډیپلوماسۍ زور اخیستی دی.

د تورکیې او ترکمنستان ترمنځ د طبیعي ګازو په برخه کې د همکارۍ تفاهم لیک د مارچ په لومړۍ نېټه لاسلیک شو.

د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزیر الپ ارسلان بیرقدار وویل چې په دې برخه کې به په لومړي پړاو کې تر دوه میلیارد متر مکعب ترکمن ګاز تورکیې ته انتقال شي.

 

تورکیې ته د رسیدو لپاره د یاد شوي مقدار لپاره په دریو بیلابیلو لارو غور کیږي.

یو له دغو بدیلونو څخه د ترکمن ګاز د تبادلې له لارې د ایران د پاسه  تورکیې ته راتلل دي. بله دا چې طبیعي ګاز د تبادلې له لارې تورکیې ته راځي، لومړی د ایران له لارې او بیا د اذربایجان له لارې دواړه لوري اوس پر دغو دوو لارو غور کیږي. په هرصورت، بل انتخاب د تورکیې لپاره خورا مهم دی چې د انرژۍ د مرکز په توګه خپل اهداف ترلاسه کړي.

د پروژې نوم د کسپین ترانزیټ طبیعي ګاز پروژه ده ... که دا پروژه پلي شي نو دا به د میلیاردونو متر مکعب طبیعي ګازو لپاره لاره هواره کړي چې د تورکیې له لارې په اروپایی هیوادونو وپلورل شي.

په هرصورت، مخکې له دې چې دا پروژه پیل شي، باید د کسپین سمندر اقتصادي ساحې مشخصې شي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې ایران، روسیه، ترکمنستان او اذربایجان بشپړ هوکړې ته ورسېږي.

د ګازو د صادرونکو هېوادونو د فورم د  راپور او د انادولو اژانس د معلوماتو له مخې، ترکمنستان د ۱۳ عشاریه ۹ ټریلیون متر مکعب طبیعي ګازو زیرمو سره په نړۍ کې څلورم ځای لري.

ترکمنستان چې په ۲۰۱۰ کال کې یې په کال کې ۴۰ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز تولیدول، ورځ تر بلې یې د تولید ظرفیت لوړیږي. په ۲۰۱۹ کال کې د هېواد تولید ۶۳.۲ میلیارده متر مکعب، په ۲۰۲۰ کې ۶۶، په ۲۰۲۱ کې ۷۹.۳، په ۲۰۲۲ کې ۷۸.۳ او په ۲۰۲۳ کال کې ۸۰.۶ میلیارد متر مکعب ته لوړ شو.

د راپور له مخې، تمه ده چې ترکمنستان به تر ۲۰۵۰ کال پورې د خپل کلني طبیعي ګاز تولید ۱۱۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ کړي.

په ترکمنستان کې د تولید شویو ګازو څه باندې ۳۵ میلیارد متر مکعب په هېواد کې مصرفېږي، چې ۴۰ میلیارد متر مکعب یې چین او پاتې برخه یې د روسیې، اوزبیکستان او ایران له لارې اذربایجان ته صادرېږي. ترکمنستان، چې د خپل طبیعي ګاز د تولید نږدې نیمایي صادروي، د چین ترټولو لوی ګاز عرضه کونکی دی ...

د هیواد د طبیعي ګازو زیرمې اټکل شوي چې له ۵۰ تریلیون متر مکعب څخه زیاتې دي.

د منځنۍ اسیا – چین څلورم پړاو پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د اوزبیکستان، قرغزستان او تاجکستان له لارې چین ته لېږدوي، په ۲۰۰۹ کال کې په کار پیل وکړ. د دې کرښې ظرفیت په کال کې ۵۵ میلیارد متر مکعب ګاز چین ته رسوي. ویل شوي چې د دې کرښې ظرفیت به د ۲۰۳۰ کال تر پایه ۸۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ شي.

ترکمنستان، چې د طبیعي ګازو د سوداګرۍ په برخه کې د بدیل پایپ لاین په پروژو کار کوي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند (TAPI) طبیعي ګاز د ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالي له لارې افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز وپلوري. پایپ لاین، د جوړولو کار یې په وروستي پړاو کې دی.

ترکمنستان د طبیعي ګازو د تولید او صادراتو د زیاتوالي لپاره د خپلو هڅو په دوام، له روسیې سره په ۲۰۱۹ کال کې د ۵،۵ میلیارد متر مکعب ګازو د پلورلو پنځه کلن تړون لاسلیک کړ. د تبادلې د تړون په چوکاټ کې چې په ۲۰۲۱ کې جوړ شوی، دا په کال کې شاوخوا ۲ میلیارد متر مکعب ګاز د ایران له لارې اذربایجان ته پلوري. تېر کال له ترکمنستان څخه د اذربایجان د ګازو واردات ۱.۵ میلیارد متر مکعب وو.

ویل شوي چې که اروپايي ټولنه په دې معادله کې شامله شي، ترکمنستان کولی شي د طبیعي ګازو کلني پلور شاوخوا ۲۰ میلیارد متر مکعبه زیات کړي. د تورکیې پروژه چې د انرژۍ د مرکز په توګه رامینځته کیږي ترټولو مهم عنصر دی چې پدې لاره کې د هیواد لپاره اسانه کوي ...


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه