په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

2160184
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکي‌ تصادفي‌ اختراع ګانې

په ننۍ خپرونه کې د یوې داسې تصادفي‌ اختراع په اړه بحث کوونکې په ژوند کې د اسانتیاوې د رامنځته کولو سربیره د زرګونو او حتا د سلګونو زرو تنو ژوند يي‌ هم ژغورلی او ژغورولو ته دوام ورکوي. دا اختراع د فلز د کشف کوونکی دی چې میتل دیتکتور په نامه هم یادیږي.

 

نن ورځ که چیرې تاسې  کومې دولتي‌ یا خصوصي‌  ادارې  او یا  یو شاپینګ مال ته  پرته د تالاشۍ  او د یو انسان پر ځای ستاسې تالاشي‌ یو ماشین کوي او یا د مځکې لاندې فلزات چې موندل يي ډیر ګرانه او ستونزمند دي‌ په ډیر اسانه توګه کشف او پيدا کوۍ  دا د همدې تصادفي‌ اختراع برکت دی.

فلز کشف کونکي د ۱۹ پیړۍ یو له خورا مهم کشفونو څخه شمیرل کیږي. د ۱۸۰۰پيړۍ راهیسې، ډیری ساینس پوهانو د بریښنا او برقی مقناطیسي برخو باندې تمرکز کړی وو او پدې برخه کې کار کولو پدې پوه شول دوی کولی شي د برښنا او برقي‌ مقناطیسي برخو کې د خپلو فعالیتونو سره  د ځمکې لاندې د فلزاتو معدنونه  وموندي. همداشان مفکوره په اصل کې  د فلز کشف کونکي‌  اختراع ته زمینه برابره کړه او لار پرانیسته. د فلز کشف کونکي اختراع کونکي په اړه په ډیری بیلابیلو سرچینو کې مختلف نومونه شتون لري ، کوم چې د ساینسي کشفونو د عصري دور ترټولو مهم مثالونه دي.

 

د ۵ ساینس پوهانو نومونه چې په مختلفو دورو کې په دې برخه کې کار کړی دی په سر کې قرار لري. د برتانوي ساینس پوهانو سر ویلیم هرشیل، فزیک پوه ویلیم بیرمګم، فرانسوي اختراع کونکي ګوستاو ټروو، الکساندر ګراهام بیل، چې د ټروو کار څخه الهام اخیستی او د هغه د تلیفون مخترع په توګه  مشهور دی ، او ساینس پوه ګیرارډ فشر په توګه لیست کیدی شي. دا نومونه د فلز کشف کونکي اختراع کونکي ګڼل کیدی شي چې د ساینسي تیوریو او تخنیکي وسایلو سره چې دوی په مختلفو وختونو کې او د مختلفو موخو لپاره اختراع کړي‌ وو د نن ورځې د فلز کشف کوونکي په توګه یادولی شو.

د بېلګې په توګه، په داسې حال کې چې فرانسوي اختراع کوونکي ګوستاو ترووې په لاس کې نیول شوی وسیله جوړه کړه چې په ځانګړې توګه د ټپي سرتېرو په بدن کې د ګولیو مردکي ومومي، د فزیک پوه ویلیم برمګم یوازینۍ موخه دا وه چې د مځکې لاندې پټ شوي‌  قیمتي فلزات لکه سره زر او سپین زر ومومي. په هرصورت، د دې ټولو نومونو کار، پرته له یوې، د نړۍ په عامه افکارو او ساینسي حلقو کې ډیر شهرت ترلاسه نه کړ او شخصي هڅو په توګه  پاتې شوه.

 

تر ۱۹۲۰ کاله  پورې، نړۍ د یوې داسې جګړې شاهدي‌ وکړه  چې د میلیونونو تنو پکط ژوند له لاسه ورکړ او په ځانګړي توګه د ځمکې لاندې خښ شوو ماینونه د  زرګونو ځوان سرتیري د معیوبیدو لامل شو. پر دې سربېره دغه خونړۍ مبارزه چې څلور کاله یې دوام وکړ، کومه ستونزه یې هواره نه کړه، برعکس د نویو جګړو لامل شو او له همدې امله اروپايي هېوادونه د یوې نوې نړیوالې جګړې پر لور وخوځېدل. دا په پوځي ډګر کې هغه څېړنې وې، چې له دویمې نړیوالې جګړې مخکې پیل شوې او په تدریج سره ګړندۍ شوې، چې د فلز کشف کوونکو برخلیک یې هم بدل کړ. یو له هغو نومونو څخه چې په دې برخه کې کار کولود ګیرارډ فیشر په نوم یو ساینس پوه و.

 

د الماني الاصله امریکایی ګیرارډ فیشر لومړنۍ موخه دا نه وه چې د ځمکې لاندې د فلزاتو کشف کولو لپاره د فلزاتو کشف کونکی اختراع کړي ، بلکه دا و چې داسې وسیله رامینځته کړي چې د بریښنایی مقناطیسي څپو سره کار وکړي ترڅو په   ډګرونو کې د سرتیرو د ورکیدو د مخنیوي‌ په خاطر هغوې ته مسیر وښايي . فیشر دا وسیله جوړه کړه او بریالی شو، مګر هغه د یوې کوچنۍ ستونزې سره مخ شو. دا وسیله، چې عموما د ساحې آزموینې په جریان کې په اغیزمنه توګه کار کوي، په ځینو برخو کې غیر معمولي پایلې ورکړي. فیشر په پیل کې فکر کاوه چې په وسیله کې نیمګړتیا شتون لري، مګر د هغه نوی اختراع، چې په بل ځای کې خورا ښه کار کاوه، ورته عوارض وښودل، په ځانګړې توګه کله چې دا د فلزي جوهر لرونکې ډبرو لرونکو سیمې ته به لاړ هلته به دې وسیلې عوارض ښودل. د ډیرو هڅو وروسته، فیشر وموندله چې د هغه په ​​وسیله کې هیڅ ډول خرابۍ شتون نلري، مګر په ډبرو کې د فلزي جوهر له امله په وسیله اغیزه کوي. هغه د ځان سره وویل چې یوه ډبره چې فلزي‌ جواهر ولري‌ کولی شي‌ برښنا مقناطیسي وسیلې وړانګې ګډوډولی شي دا ممکنه ده چې داسې یوه وسیله جوړه شي‌ چې د مځکې لاندې فلزات کشف کړي. همدا ددې وسیله وشوه چې  په تصادف سره، ساینس پوه ګیرارډ فشر ته د "د عصري فلز کشف کونکي  وسیلې اختراع کونکي" لقب ترلاسه کولو توان ورکړ، او فیشر په ۱۹۲۵ کال کې لومړی لاسي  عصري فلز کشف کونکی وسیله  تولید کړه  او په ۱۹۳۱ کال  کې یې خپل نوی اختراع  د امتیاز حق یا پیټینټ ترلاسه کړ. نوي کشف کونکي هم په دوهمه نړیواله جګړه کې په پراخه کچه کارول شوي او تر ډیره حده یې خپل ارزښت ثابت کړی.

 

په  نورمالو حالاتو کې  ، کشف کونکی بریښنایی مقناطیسي وړانګې یو ټاکلي هدف یا چاپیریال ته لیږي او د بیرته راستنیدونکي سیګنال تحلیل کولو سره د فلزي او غیر فلزي ترمینځ توپیر کوي. په دې توګه، دا په اسانۍ سره معلومولی شي چې آیا یو څوک ټوپک، ګرځنده تلیفون یا لایټر لري او که نه. همداشان دا وسیله  د ځمکې لاندې ښخ شوي ځمکني ماینونو یا قیمتي فلزاتو دقیق ځای مشخصولی شي. نن ورځ ، د فلز کشف کونکو کارولو ساحه ورو ورو پراخه شوې. پرمختللي فلز کشف کونکي په ډیری برخو کې کارول کیږي ، د لرغون پیژندنې کیندنې څخه د تلیفون ، طبیعي ګاز او فاضله موادو کشف کولو پورې.



اړوند خبرونه