د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

2160182
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي‌ توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د ایسکي‌ شهیر ولایت د سیوري هیسار ولسوالۍ د یو ډول ځانګړي‌ جمپر په اړه چې یواځې پدې سیمه کې جوړیږي‌ او تولیدیږي‌ او د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو لست کې شامل دی لنډ معلومات درکوم.

لومړی راځۍ چې ایسکي‌ شهیر ولایت وپیژنو چې د تورکیې په کومه سیمه کې موقعیت لري. د  ایسکي‌ شهیر ولایت  د تورکیې په مرکزي‌ اناتولیا او مارمارا سیمو په منځ کې پروت او د هیواد په تاریخ کې د ډیرو مهمو پيښو کوربه یو ډیر مهم ولایت دی.

د ایسکي‌ شهیر ولایت د سیوري‌ هیسار ولسوالي‌ د ډیرو زیات توکو سره مشهور دی خو یو توکی چې دې ولسوالۍ ورته خپل نوم ورکړی دی او ددې ولسوالۍ شهرت يي د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسولی دی هغه د سیوري‌ هیسار یو ډول ځانګړی لنډ جاکټ دی چې په جوړولو کې کتان ، تاري ټوټې سربیره د چرمې او مریو نه استفاده کیږي. د ویلو ده چې دا جاکټ زمونږ د افغاني‌ واسکټ په څیر دی خو یواځې دا نستوڼي‌ لري.

د ویلو ده چې د سیوري‌ هیسار جاکټ په ۲۰۲۲ کال کې ددې ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنه او غوښتنلیک د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو لست کې شامل شو.

د ویلو ده چې د سیوري‌ هیسار جاکټ چې لنډ او په جوړولو کې د چرمو او مریو نه کار اخیستل کیږي‌ په ډیر ځانګړي‌ مهارت ګنډل کیږي. دا جاکټ زمونږ د افغاني‌ واسکټ سره ډیر زیات توپیر نلري. یواځنی توپیر نستوڼي‌ دي‌ چې افغاني‌ واسکټ يي نلري‌‌ او دا يي لري.

د ویلو ده چې دا جاکټ د سیمې  ځايي جامه ده چې په ځانګړو ورځو او مراسمو کې اغوستل کیږي.

همداشان ددې جاکټ لاندې یو ډول ځانګړی پتلون چې هغه هم سیمه ایز دی اغوستل کیږي‌ او ملا په یو دسمال تړل کیږي.

دا جاکټ په مختلف رنګونو کې سور، لاجوردي، تور، زیړ، سیلور رنګونو کې تولیدیږي. ډیری ځوانان په ودنو او ځانګړو مراسمو کې دا جامې اغوندي. ددې جاکټ ګنډل ځانګړی مهارت غواړي‌ چې خپل ځانګړي‌ ګڼډونکي‌ لري.



اړوند خبرونه