د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2160183
د انرژۍ اجنډا

 

د روسیې او اوکراین جګړه، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوه، په اروپا کې، چې د خپلو طبیعي ګازو ډېره برخه له روسیې څخه  ترلاسه کوي، سختې اندېښنې راوپارولې.

روسیې پدې هیواد د اروپايي اتحادیې لخوا د  محدودیتونو د لګولو  په تعقیب اعلان وکړ چې  طبیعي ګاز به  یوازې په روبل وپلوري.

دا وضعیت د دې لامل شوی چې د  ۲۰۲۲ کال  په نیمايي کې په اروپا کې د ګاز او بریښنا بیې لوړې شي.

په دې وخت کې، د نورډ سټریم پایپ لاین، چې د بالتیک سمندر له لارې آلمان ته د روسیې طبیعي ګاز لیږدوي، پرې برید شوی او له فعالیت څخه وغورځید.

د تقاضا په زیاتیدو سره، د طبیعي ګاز او بریښنا بیې لوړې شوې. دې حالت ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اروپا اغېزمنه کړه.

د اروپايي اتحادیې هیوادونه چې د دوی شاوخوا نیمایي طبیعي ګاز له روسیې څخه ترلاسه کوي، د جریان له قطع کیدو وروسته مایع طبیعي ګاز (LNG) ته مخه کړه. د اروپايي اتحادیې د LNG واردات له ۲۰۱۹څخه تر ۲۰۲۳ پورې دوه چنده شوي. په دې موده کې ناروې هغه هېواد شو چې اروپا ته یې تر ټولو زیات طبیعي ګاز برابروي. دا هیواد  په سلو کې ۵۳،۴ برابروي. الجزایر د ۱۵.۹ سلنې سره له ناروې وروسته  په دویم ځای کې قرار لري.

په هرصورت، بحران په اروپا ژوره اغیزه وکړه. د ۲۰۲۲ په دویمه نیمایي کې، آلمان او فرانسې د سپما کڅوړې پلي کړې. د عامه دفترونو په تودوخې او رڼا باندې لوی محدودیتونه ولګول شول.

له جګړې درې کاله تېر شوي، د اروپايي ټولنې هېوادونه د مایع طبیعي ګازو غوښتنې ته دوام ورکوي.

د انادولو اژانس د خبر له مخې د اروپا د انرژۍ د تنظیم کوونکو د همکارۍ ادارې له خوا د خپور شوي راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې په نړیواله کچه د LNG مصرف په ریکارډ کچه کې زیات شوی دی. د ۴۰ میلیارد متر مکعب  په زیاتیدو سره  ۵۵۷ ملیارد متر مکعب ته رسیدلی.

اروپا د ۲۰۲۱ کال په پرتله د ۵۷ میلیارد متر مکعب زیاتوالي سره د غوښتنې ترټولو لوی زیاتوالی سره سیمه وه ، او د ټول LNG سوداګرۍ له څلورمې برخې څخه زیاته برخه جوړوي.

د هغو هیوادونو په منځ کې چې غوښتل یې د انرژۍ بحران چې په اروپا کې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته د LNG او ذخیره کولو په بدل کې رامینځته شو حل کړي، آلمان د دې تاسیساتو سره د LNG وارداتو کې ترټولو لوړ زیاتوالی ترلاسه کړ.

د اروپايي اتحادیې هیوادونو ۱۳۴ میلیارد متر مکعب LNG وارد کړي چې شاوخوا ۱۸ میلیارد متر مکعب له روسیې څخه پیرودل شوي.

فرانسې ۳۰ میلیارد متر مکعبه LNG او هسپانیې ۲۵ میلیارد متر مکعبه LNG وارد کړل. هالنډ، ایټالیا او بلجیم دغه هېوادونه تعقیب کړل.

د ګازو د صادرونکو هیوادونو د فورم (GECF) لخوا د خپاره شوي وروستي راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې هیوادونو د مارچ په میاشت کې د پایپ لاینونو له لارې ټولټال ۱۴ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز وارد کړي.

دغه حجم د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله څلور سلنه ډېر شوی دی.

د روسیې د طبیعي ګاز اندازه چې د ۲۰۲۳کال د لومړۍ ربعې په پرتله د پایپ لاینونو له لارې اروپایی اتحادیې ته لیږل شوې، ۲۳ سلنه زیاتوالی موندلی او له ۷ میلیارد متر مکعب څخه ډیر شوي. له روسیې څخه اروپا ته د استول شوي ګاز ۵۳ سلنه د ترکیې له لارې لېږدول کېږي.

د اروپایی اتحادیې لخوا په مارچ کې د پایپ لاینونو له لارې د طبیعي ګاز پیرود مقدار د تیر کال د ورته میاشتې په پرتله ۴ سلنه ډیر شوی. د مارچ په میاشت کې د ګاز واردات د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې  راهیسې اروپايي ټولنې  ته د پایپ لاین له لارې د ګاز واردات ترټولو لوړه کچې ته رسیدلي‌ دي.

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې هغه هیواد چې اروپایې اتحادیې ته یې د پایپ لاین له لارې تر ټولو زیات ګاز صادر کړی، ناروې په سلو کې ۵۷، ورپسې روسیه ۱۸ سلنه او الجزایر ۱۷ سلنه برخه لري.

د روسیې او اوکراین د جګړې له امله، اروپايي اتحادیې د نوي کیدونکي انرژۍ پانګونه ګړندۍ کړه. اروپايي اتحادیې په ۲۰۲۳ کال کې خپله ۴۴ سلنه بریښنا له زرغون انرژۍ څخه تولید کړې او یو ریکارډ یې مات کړ. په دې کې ۲۷ سلنه د باد او لمر انرژي شامله وه.

ډیری هیوادونو د خپلو اټومي بټیو د بندولو پلانونه ځنډولي دي. د اټومي انرژۍ بټۍ د آلمان او فرانسې تر سخت فشار لاندې د "شنه انرژي" په توګه طبقه بندي شوي.

جګړې امریکا هم د اروپا د انرژۍ بازار ته راوړه. په ۲۰۲۲ کې د اروپايي ټولنې  او امریکا ترمنځ د LNG تړون لاسلیک شو. د تړون له مخې د اروپايي ټولنې هېوادونه کولای شي په کال کې تر ۵۰ میلیارد متر مکعبه LNG له امریکا څخه واخلي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه