د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2146690
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې اسرائيلي پوځ د غزې وروستۍ پناه ځای رفح باندې بریدونه پيل  کړل، له سيمې څخه د نويو ډله ييزو وژنو خبرونه راروان دي.

 یوازې په تیرو دوو ورځو کې د بې ځای شوو کډوالو پر کمپونو  د بمباریو په نتیجه کې تر سلو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. دا قتل عام وروسته له هغه وشو چې د عدالت نړیوالې محکمې د رفح په اړه موقت حکم صادر کړ او پر اسرائیلو یې غږ وکړ چې سمدستي دې عملیات ودروي. اسرائیل د ټولې نړۍ ننګونې ته دوام ورکوي ، په حقیقت کې ټول بشریت ته میدان ډبولو ته دوام ورکوي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

رفح هغه سیمه ده چې په غزه کې د میشتو ملکي وګړو وروستی پناه ځای وو چې د  اسرائیلي پوځ لخوا پرې بریدونه پيل شوي دي. د غزې څه باندې یو نیم میلیون اوسیدونکو د مصر پر پوله په دې تنګه سیمه کې پناه اخیستې ده.

د نړۍ له ټولو غبرگونونو او غږونو سره سره اسرائيلي پوځ په رفح کې عمليات پيل کړل او د ختيځ او لوېديځ محور په اوږدو کې يې د سيمې د نيولو لپاره اقدام وکړ. د اسرائیلو اصلي موخه دا ده چې دا سیمه هم په کنډوالې بدله کړي او  د فلسطینیانو وروستۍ هیلې له منځه یوسي.

سربیره پر دې  د فلادلفیا دهلیز، یعني د غزې – مصر سرحدي کرښه د خپل کنټرول لاندې راوستل  او سیمه په  بشپړ او مطلق ډول محاصره کول دي. په نهایت کې، غزې اوسیدونکي  وتوانیدل چې په یو څه ډول د خورا لږ شمیر تونلونو له لارې رفح ته خواړه او اړتیاوې ورسوي.

د نتانیاهو جنګي کابینه له سخت دریځو صهیونیسټي عناصرو څخه جوړه ده او غواړي چې په هر قیمت چې وي غزه ویجاړه کړي. په دې برخه کې، موږ ګورو چې په دې وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې بریدونه په شدت سره پیل شوي دي. له یوې خوا، دوی په تدریجي ډول د ځمکې له لارې پرمختګ کوي، او له بلې خوا، د بې ځایه شوو کډوالو کمپونه له هوا څخه بمبار کوي . دوی غواړي د نويو قتل عامونو په کولو سره وېره خپره کړي او د مقاومت لپاره د غزې د خلکو  هوډ مات کړي. سربیره پر دې، دا بریدونه د اسرائیلو په وړاندې د عدالت د نړیوالې محکمې لخوا د موقتي حکم له پریکړې او د رفح په وړاندې د سمدستي پوځي عملیاتو د بندولو پریکړه وروسته ترسره کیږي. اسرائیل په دې برخه کې نړیوال او بشري قانون هم ننګوي.

د دې متکبر او ډارونکي چلند تر شا، البته، د امریکا ملاتړ پروت دی. صهیونیسټي شبکه چې د امریکا په ټولو برخو کې یې نفوذ کړی دی، د امریکا د تصمیم نیونې په میکانیزم کې په مستقیمه توګه ټاکونکې نفود لري. هغه پوهیږي چې هر څه چې کوي، امریکا به یې تر څنګ وي. که څه هم د بایډن اداره غواړي د راتلونکو ټاکنو په اړه د اندیښنو له امله نتنیاهو محدود کړي، د نتانیاهو ملاتړ کونکي دریځونه تر دې دمه په امریکا کې پیاوړي ښکاري. صهیونیسټي شبکه په ډیرو ستراتیژیکو برخو کې اصلي ځواک دی، له رسنیو څخه تر مالي سکتور پورې، له دفاعي صنعت څخه تر اکاډیمیک برخو پورې. د نفوذ دغه ځواک پخپله په غزه کې په هغه څه کې ډیر څرګند شو. امریکا حتا د هغه سیستم چې له دوې لخوا جوړ شوی دی سره د ټکر په قیمت د اسرائیلو نه ملاتړ ته دوام ورکړ او ځان يي د غزې په عام وژنو کې شریک کړ.

 

ټولنیزې او دودیزې  رسنۍ

 

د پورته یاد شوي واقعیت سربیره، دا هم اړینه ده چې په امریکا کې د نورو لویدیځو نړۍ په څیر بدلون راشي. د دودیزو رسنیو پر ځای، چې په ځانګړې توګه د صهیونیسټانو لخوا کنټرول کیږي او د اوسط امریکایانو فکري نړۍ ته بڼه ورکوي، د بدیل ټولنیزو رسنیو څرګندونه او حقیقت ته د رسیدو لپاره د ځوانانو لپاره د بدیل چینلونو شتون یو نوی تاثیر تولیدوي. ځوان نسل، چې د نړیوال وجدان غږ هم دی، په امریکا کې د ودې په حال کې دی. په امریکا کې د پوهنتون لاریونونه یوازې د دې یوه کوچنۍ بیلګه ده. د صهیونیسټانو ظرفیت په تدریج سره د خپل "حقیقت" پر بنسټ د غلط انګیرنې رامینځته کولو لپاره کمزوری کیږي. نن ورځ د پخوا په پرتله د حقایقو غږ ډیر اوریدل کیږي. په داسې حال کې چې اسرائيل په غزه کې په سياسي فکرونو سره نسل وژنه کوي، نوي نسلونه راځي چې له دې واقعيت څخه کرکه لري. په نهایت کې، دا وضعیت به د سیاسي پریکړې کولو میکانیزمونو کې منعکس شي. د ناروې، اسپانیا او ایرلنډ په څېر هېوادونو پرېکړه چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژند پدې برخه کې یو ډیر مهم ګام بلل کیږي.



اړوند خبرونه