د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2145999
د انرژۍ اجنډا

 

پداسې حال کې چې تورکیه په تور سمندر کې اکتشافي څیړنې او د هایدروکاربن اکتشاف فعالیتونو ته دوام ورکوي، یو بل مهم ګام يي هم اوچت کړ. د ساکریا طبیعي ګاز په ساحه کې د ګوکټیپه ۲ څاه لپاره د فاتح حفارۍ کښتۍ د حفارۍ فعالیتونه پيل کړل.  ګوکټیپه -۲، د رومانیا-تورکیې ځانګړي اقتصادي زون پولې ته نږدې په سیمه کې موقعیت لري، په تور سمندر کې د طبیعي ګاز د تولید ۲۵م څاه بدله  شوې.

د حفارۍ د چارو  له بشپړیدو وروسته، تمه کیږي چې د ساکریا ګاز په ساحه کې د تورکیې ورځنی تولید ۴۰ ملیون متر مکعب ته لوړ شي.

دا پدې مانا ده چې په تور سمندر کې د طبیعي ګازو زیرمې به ۷۱۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ شي.

په یاده سیمه کې د طبیعي ګاز د تولید مقدار زیاتولو سره هدف هره ورځ د ۶۰ میلیون خلکو طبیعي ګاز اړتیاوې پوره کړل دي.

تورکیه، چې د ډیرو کلونو راهیسې د انرژۍ په برخه کې د بهر او د نړیوالو پایپ لاینونو د  طبیعي ګاز پورې تړلې ده، څنګه دې پروسې ته راغله؟ په انرژي کې د خپلواکۍ اور څنګه روښانه شو؟

د تور سمندر په طبیعي ګاز کې د اکتشاف چارې د TUNA-1 څاه کې د اګست په ۲۰۲۰ کې پیل شو. په دې څاه کې ۳۲۰ میلیارد متر مکعب ګاز کشف شوي وو. له زیاتو څېړنو وروسته معلومه شوه چې د تونا-۱ په ساحه کې د طبیعي ګاز اندازه ۴۰۵ میلیارده متر مکعبه وه.

وروسته د اماسرا -۱ سیمه کې د لټون فعالیتونه دوام لري. د فاتح حفارۍ کښتۍ د ۲۰۲۱کال د جون په ۴نیټه د ۱۳۵ میلیارد متر مکعب یو بل کشف وکړ.

د ذخیرې اندازه ۵۴۰ میلیارد متر مکعب ته لوړه شوې. د پرله پسې کشفونو وروسته، تورکیې یو نړیوال متخصص شرکت د ساکریا ګاز په ساحه کې د ۳ ډي سیستم  سکیننګ ترسره کړ، چیرته چې دا ټولې څاګانې موقعیت لري. دا ویل شوي  په سیمه کې د لومړنیو تعییناتو له مخې ټول ثابت شوي زیرمې ۶۵۲ میلیارد متر مکعب وه،.

د ۲۰۲۳ په پای کې، د چای جمعه ۱ د ګازو په څاه کې حفاري ترسره شوه.  همداشان د د ۲۰۲۳ کال د  په تورکیه کې د موندل شوو ګازو رقم ۷۱۰ میلیارد متر مکعب ته لوړ شو.

د ویلو ده چې د یو پلوه په سیمه کې د ګازو د نویو کشفونو چارې دوام لري او د بله پلوه په سیمه کې د موندل شوو ګازو د استخراج او مځکې ته د رسولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.  د ځمکې د تاسیساتو جوړول د ۲۰۲۱ په جنوري کې پیل شوي.

د نلکې  لومړی ویلډینګ چې طبیعي ګاز به ځمکې ته لیږدوي په ۲۰۲۲کې ترسره شو. د نللیکې غځولو پروسه، چې د ۲۰۲۲ په جون کې پیل شوې وه، په لنډ وخت کې بشپړه شوه.

د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۲۱ مه ولسمشر اردوغان د طبیعي غاز لومړی مشعل روښانه کړ او د تور سمندرګي طبیعي ګاز په موجوده شبکې کې پمپ کول پیل کړل.

ټول کارونه، د طبیعي ګاز له کشف څخه نیولې تر برمه کولو پورې، د پایپ لاین له جوړولو څخه د ساحل د توزیع تاسیساتو بشپړولو پورې، په ۳۲ میاشتو کې بشپړ شوي.

په هرصورت، د شته معلوماتو په رڼا کې، نه یوازې د طبیعي ګاز کار په تور سمندر کې ترسره کیږي. د تیلو نښې هم وموندل شوې، په ځانګړې توګه د لویدیځ تور سمندر په سیمه کې. تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې په دې سیمه کې د حفارۍعملیات ترسره شي.

د دې هدف د ځمکې لاندې سرچینو کې د نوي کشفونو له لارې په انرژي باندې د بهرني انحصار کمول دي. د تورکیې د طبیعي ګازو سیستم ته د ننوتو ټوله اندازه په ۲۰۲۳ کال کې د تیر کال په پرتله ۸ سلنه کمه شوې او ۵۱ میلیارده ۴۷۷ میلیونه ۲۹۷ زره مکعب متر ته رسیدلې ده. له بلې خوا، پلان شوي چې واردات هر کال نور هم کم شي.

تورکیه د طبیعي ګازو اړتیاوې په ټولیزه توګه د ۷ نړیوالو طبیعي ګازو پایپ لاینونو، ۴ د LNG تاسیساتو سره، چې 2 یې د تودوخې ذخیره کولو او ګاز کولو واحدونه، او ۲ د ځمکې لاندې طبیعي ګاز ذخیره کولو تاسیساتو سره چمتو کوي.

هر کال شاوخوا ۶۰ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز له روسیې، اذربایجان، ایران، الجزایر او ځینو نورو هېوادونو څخه په مایع بڼه اخیستل کېږي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه