دا ځکه چې
دا ځکه چې
په ننۍ خپرونه کې د یو داسې موضوع سره ستاسې په چوپړ کې یو لکه د نن په څیر زمونږ د راتلونکي پورې هم تړاو لري. پدې برخه کې، موږ به د ریسایکل کولو په لومړۍ مرحله بحث وکړو، کوم چې خورا پراخه ساحه ده او د افراد يي په اړه اندیښنه لري. د کثافاتو جلا کول. موږ به هڅه وکړو چې دا وښیو چې کوچني ګامونه، څومره لویې اغیزې لري. د بیلګې په توګه "که چیرې هر څوک د خپلو دروازو مخې جارو کړي، ټول کلی او ښار به پاک شي". موږ په دې ویلو پیل کوو، " زه ضایعات سره جلا کوم ، ځکه چې ...
د کارول شوي، زړو یا ناکاره توکو او کثافاتو راټولولو پروسه، پروسس کول او د نویو محصولاتو په تولید کې د دې موادو نه استفاده د ریسایکل کولو په توګه تعریف شوي. د نړۍ د نفوس زیاتوالی او د انسانانو اړتیاوې د هر شی تولید ته اړتیا لري، له ستنې څخه تر تار پورې، په لوی مقدار کې. په هرصورت، دا څرګنده ده چې د دې تولید لپاره اړین خام مواد او انرژي محدود دي او د سرچینو کمیدو سره ډیر ګران کیږي. ریسایکل کول ، چې د دې ستونزې د حل په توګه رامینځته شوي ، هدف یې د یو لړ اقداماتو پلي کول دي ، په ځانګړي توګه د سرچینو اقتصادي کارول او د امکان تر حده طبیعت ته لږ زیان رسوي. د دې پروسې لومړی ګام د کثافاتو جلا کول دي.
هره ورځ زموږ په کورونو یا کارځایونو کې یو زیات شمیر پلاستیک، کاغذ او شیشې کثافاتو ته غورځول کیږي خو که چیرې مونږ دا کثافات ګډوډ وغورځوو البته چې ډیرې زیاتې ستونزې هم رامنځته کوي. په ځانګړي توګه په لویو ښارونو کې د کثافاتو ستر ستر امبارونه جوړیږي.
د ویلو ده چې د اورګانیک او غیر غیرې اورګانیک کثافات د اوږدې مودې لپاره په یو ځای کې د غورځیدو او ټولیدو له امله ډیر مضر ګازو د تولید لامل کیږي.
دا مهمه ده چې د کثافاتو د کمولو لپاره او ددې کثافاتو نه د بیا استفادې لپاره په جلا ځایونو کې د بیا کارونې وړ فاضله مواد راټول کړئ. که څه هم د دې کار تنظیم د سیمه ایزو حکومتونو لخوا چمتو کیږي، موږ چې په ښاري ژوند کې برخه اخلو، هم په دې پروسه کې مسؤلیتونه لرو.
د هغو خامو موادو د ترلاسه کولو لپاره چې له هغې څخه پلاستیک، شیشې او کاغذ تولیدیږي د انرژۍ ډیره لوړه کچه ته اړتیا لري. برسېره پردې، د دې محصولاتو په وروستي بڼې د تولید لپاره ډیره انرژي مصرف کیږي. د استعمال شوي موادو نه استفاده د خامو موادو په توګه د انرژي مصرف له منځه وړي او یا يي ډیر کموي. د پرمختللې ټیکنالوژۍ سره، د ریسایکل موادو څخه د محصولاتو تولید په زیاتیدونکي توګه د لږ انرژي سره ترلاسه کیږي. که چیرې مونږ په خپلو کورونو کې کثافات سره جلا کړو، د بیلګې په توګه کاغذ په جلا کڅوړه، پلاستیک په جلا کڅوړه او شیشه يي توکي په جلا کڅوړه کې اچول دا د کثافاتو د ریسایکل کولو سره مرسته کوي. په اصل کې دا د محدودو سرچینو د ساتنې په برخه کې زمونږ یو ډول مسئولیت دی. راځئ چې دا پروسه له کور څخه پيلولو سره د خپلو محدودو سرچینو ساتنه پیل کړو.
زه کثافات سره جلا کوم ځکه چې غواړم د چاپیریال د ککړتیا او د محدودو سرچینو په حفاظت کې خپل مسئولیت ادا کړم.