د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي  توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي  توکي

2063505
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي  توکي

د تورکیې د تاریخي ښار چاناک قلعه په بیګا ولسوالۍ اړوند  د اشک یلي کلی د یو ډول ځانګړی قهوې سره  چې کافین نلري شهرت لري چې لرغونوالی ډیرو پخوانیو زمانو ته رسیږي.  د اشک یلي  کلی  د نخودو د ځانګړې قهوې سره چې کافین نلري مشهور دی. دا قهوه  په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې د جغرافیې په  راجستر شوو محصولاتو کې شامل شوه. د ویلو ده چې د نخودو د قهودې لپاره لومړی نخود د ۲۵۰ درجو سانتي  ګراډ په تودوخي  سره نخود سره کیږي او وروسته بیا ټکول کیږي.  

د ویلو ده چې د نخودو قهوه د زیړو نخودو په نامه د یو ډول ځانګړو نخودو نه چې دانې کوچنۍ کوچنۍ دي تولیدیږي. د ویلو ده چې دا قهوه چې پروتین او غوړ هم لري خو کافین نلري.  له همدې امله، دا د روغتیا ستونزې نه رامینځته کوي.

د ویلو ده چې د اشک یلي د نخودو قهوه په اوبو کې د ځانګړو ټکول شوو نخود او سوډا په اچولو سره او په کم اور باندې د لسو دقیقو لپاره خوټول کیږي.

دا قهوه په عمومي توګه ترخه څښل کیږي  خو نن ورځ ورسره بیا د تورکیې د لقوم په نامه یو ډول خواږه خوړل کیږي  او میلمنو ته هم ورکول کیږي.

دا قهوه په سیمه کې ډیر زیات شهرت لري او یو ډیر ښکلی او ځانګړی خوند او ذایقه لري.



اړوند خبرونه