د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د چورم ولایت په اړه چې د نخودو سره شهرت لري معلومات درکوو.
د چورم ښار، د تورکیې په مرکزي اناتولیا سیمه کې موقعیت لري او د هیتي امپراتورۍ پلازمینه د هاتوشا د ښار کوربه توب کوي په اناتولیا کې یو له لومړنیو تمدنونو څخه دی د نخودو سره شهرت لري. نخود چې د چورم ولایت د سمبول په توګه یادیږي په ۲۰۰۲ کال کې د چورم ولایت د سوداګرۍ او ونډو د بازار په غوښتنه د تورکیې د جغرافیې د راجستر شوو توکو په لست کې شامل شو. د ویلو ده چې نخود ددې ولایت د صادراتو په صر کې ځای لري.
د ویلو ده چې نخود محصولات د راټولیدو نه وروسته په ځانګړو غلبیلونو کې چاڼ کیږي او تر ټولو غټې دانې نخودو لپاره جلا کیږي.
د نخودو د پخولو استادان د نږدې یوې میاشتې په موده کې د ۱۰ ورځو وقفې سره ۴ ځله نخود پخوي او په ځانګړو ماشینونو کې سره کوي او بیا یې د ۴۵ ورځو لپاره دمه کوي. د پخولو پروسه باید د مسو په سترو کړیانو کې ترسره شي چې د لرګیو په اور باندې تودیږي. د وروستي پخولو پروسې وروسته، پاخه شوي نخود په خلاص سیمه کې ایښودل کیږي ترڅو د سیمې په ټیټ رطوبت کې آرام شي.
په چورم ولایت کې نخود په ډیرو ډولونو سره پخیږي. ساده نخود، تروه نخود، ترخه نخود، خواږه نخود او داسې نور. د ویلو ده چې په سیمه کې د نخود د حاصلاتو د راټولیدو نه وروسته ۳ میاشتې پخولو د چارو نه وروسته نخود بازار ته وړاندې کیږي.
د چورم د سیمې نخود ددې ولایت سربیره په ټوله تورکیه او حتا په بهیر کې ځانګړی شهرت لري.