ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې تورکیه د کبانو یا ماهي ډولونو له پلوه خورا بډایه ده؟
که څه هم تورکیه د نړۍ د مساحت له پلوه په زرو کې ۵ مساحت لري ، خو د نړۍ د کبانو ۲ عشاریه ۹ سلنه ډولونه په تورکیه کې ژوند کوي. په بل عبارت، د کبانو د ډولونو له مخې، تورکیه د نړۍ په سطحه کې د خپلې ونډې په پرتله ۶ برابره لا زیات د کبانو ډولونه لري.
د تورکیې د کورني کبانو یوه د پام وړ برخه په تړلو داخلي حوزو کې په جهيلونو او جریانونو کې ژوند کوي ، کوم چې عموما له بهر سره نه وصل کیږي. د تورکیې تر ټولو مشهور ځايي ماهي یا کب ډول وان پرل ملټ یا اینجي کیفالي دی. د وان پرل ملټ کب ، چې د وان جهيل د اوبو سره تطابق کړی دی ، کوم چې تړل شوی حوزه ده ، په کال کې شاوخوا ۱۵ زره ټنه تولیدات لري. د ویلو ده چې د سیمې شاوخوا ۱۴ زره تنه انسانان د وان جهيل د وان په جهیل کې د کبانو د ښکارولو سره خپل میشت او ژوند تیروي.
په میلیاردونو کبان چې په وان جهيل کې ژوند کوي هر کال په پسرلي کې د نسل کشۍ په خاطر د مهاجرت پرمهال غیر معمولي او شانداره نندارې رامنځته کوي. کبان د وان جهيل په اوبو چې ډیره زیاته سوډا لري ژوند کوي او د اپرېل په نيمايي کې خپلې هګۍ اچوي، له يو ستونزمن سفر وروسته، دوی خپلې هګۍ د وان جهيل ته په بهېدونکو سيندونو کې اچوي. د کبانو دا مبارزه چې تازه اوبو ته د هګیو ایښودلو لپاره په لفظي ډول د جریان پروړاندې الوتنه کوي لیدونکو ته یو شانداره ننداره وړاندې کوي. هر یو ښځینه کب یا ماهي په خپل خیټه کې ۱۰ زره هګۍ لري، او هره ماهي چې د هګیو ورکولو دمخه نیول کیږي د ۱۰ زرو نویو کبانو د لمنځه معنی لري. کله چې کب خپلې هګۍ واچوي، دوی د ۷۵ورځو سفر وروسته بیرته جهيل ته ځي.
د ۱۹۹۶ کال راهیسې، د دې ډول کبانو د ساتنې په اړه مهمې څیړنې ترسره شوي. په زرګونو خلک کولی شي د مهاجرت د نندارې لپاره په ساحه کې راټول شي چې د ایرجیس – ډیلی چای په سیمه کې دا ښکلې منظره ننداره کړي. سربیره پردې ، د پرل ملټ مهاجرت کلتور او هنر نړیوال فستیوال په ایرجیس کې ترسره کیږي.