ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د تورکیې په بالکیسیر  په ولایت کې د پنیر لسګونه ځانګړي ډولونه تولیدیږي       .

2031362
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د تورکیې په بالکیسیر  په ولایت کې د پنیر لسګونه ځانګړي ډولونه تولیدیږي       .

پنیر چې د یو زیات شمیر کولتورونو او د خورا مهمو خوړو څخه دی  تاریخ او لرغونوالی د میلاد نه ۵۰۰۰ کلونو مخکې ته غځیږي.  

پنیر، چې فکر کیږي  لومړی  په  منځني ختیځ او اروپا کې جوړ شوی دی ، په تورکیه کې په پراخه کچه د مصرفیدونکي‌ خوړو څخه دی.  د اناتولیا په هره سیمه کې مختلف ډوله پنیر تولیدیږي. د اقتصادي ارزښت په توګه په کلتوري توګه ساتل شوي پنیر په تورکیه کې د ۱۹۹۵ راهیسې د "جغرافیایي نښې" تر محافظت لاندې وده کوي.

           د بالکیسیر ولایت  د پنیر تولید له پلوه په تورکیه کې یو له بډایه ځایونو څخه دی. د دې  سیمې جغرافیاوي او اقلیم ګټو د ښار په ټولو ولسوالیو کې د بډایه کلتورونو او دودونو رامینځته کولو توان ورکړی. په سیمه کې د میشتو خلکو لکه کوچیانو، تاتارانو، بوسنیایانو، البانیاییانو، ګرجستانیانو او چرکاسیانو د نفوذ سره چې د څارویو او لبنیاتو په په روزنه او پالنه کې ځانګړی شهرت لري، دا سیمه د لبنیاتو په مرکز بدله کړې ده. یوازې په دې سیمه کې د پنیر نږدې ۵۰ ډولونه ثبت شوي دي. د ویلو ده چې د بالکیسیر ولایت په  تورکیه کې د پنیر جنت په نوم مشهور دی. بالکیسیر د تورکیې د دریو لویو ښارونو څخه دی چې هره ورځ دوه زره دوه سوه ټنه شیدې پکې تولیدوي. څرنګه چې په بالکیسیر کې څاروي او کوچني څاروي په څړځایونو کې د طبیعي میتودونو سره تغذیه کیږي ، نو دلته تولید شوي پنیر ډیر خوندور دي.

           که څه هم د بالکیسیر د پنیر ځینې ډولونه د برانډ حیثیت ترلاسه کړی ، ډیری یې ندي پیژندل شوي ځکه چې دوی په کلیوالي سیمو کې تولید او مصرفیږي . د دې خوندونو د ترویج لپاره د دوه کلن تحقیق وروسته ، د "۵۰ ډولونو  پنیر ښار بالکیسیر" په نوم یو کتاب چمتو شو چې پکې ځایی پنیر معرفي شوی. کتاب چې په بالکیسیر کې د پنیر ډولونو کیسه ، تاریخ او تولید بیانوي ، د پنیر ډولونه پکې  شامل دي چې د ورکیدو په درشل کې  قرار لري. د ۵۰ ډولونو  پنیر ښار بالکیسیر" په نوم کتاب په ۲۰۱۹ کې د چین په مکاو کې د نړیوال ګورمند کوک بوک ایوارډ سیالۍ کې د تورکیې استازیتوب وکړ ، کوم چې د یونیسکو د ګسټرونومي په ډګر کې د "تخلیقي ښار" لقب لري. دا کتاب چې د بیرین بال اونور او نیس اکسوی بیبر لخوا چمتو شوی، د "پنیر او شیدو" په کټګورۍ کې د "نړۍ ترټولو غوره" په توګه وټاکل شو.

د ویلو ده چې د تورکیې یو زیات شمیر نور ولایتونه هم شتون لري‌ چې د پنیر د ډولونو له امله مشهور دي. ددې ولایتونو نه د قارس د ولایت نه یادونه کولې شو.


پيوندونه: #تورکیه , #پنیر

اړوند خبرونه