د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې د تورکیې د ایلازیغ ولایت د یو ډول ځانګړي ګل  د "ګیون ګل شاتو" په اړه تاسې ته لنډه معلومات درکوو.

2029439
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې د تورکیې د ایلازیغ ولایت د یو ډول ځانګړي ګل  د "ګیون ګل شاتو" په اړه تاسې ته لنډه معلومات درکوو.

د ایلازیغ ولایت د  تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري . نوموړی ولایت د یو زیات شمیر نورو توکو سربیره د ګیون په نامه د یو بوټي‌ د ګل سره مشهور دی .  همدارنګه دا ښار تاریخي او کلتوري ځانګړتیاوې هم لري.  د ایلازیغ ولایت د ګیون شات  په ۲۰۲۲   کال کې د ایلازیغ ولایت د شاتو د تولیدونکو د او شات مچیو د پالوونکو د  ټولنې په غوښتنه او وړاندېز د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوو محصولاتو په کې شامل شو. د ګیون نبات یا بوټی چې په ایلازیغ کې وده کوي اغزي لري او معمولا د بالښتونو په شکل کې ګلونه جوړوي. د نبات د ګل کولو موده په می او جون کې په ټیټ ارتفاع کې او د اګست په میاشت کې په لوړو ځمکو کې ترسره کیږي. په ایلازیغ کې د شاتو مچۍ  په ژمي‌ کې په صندوقونو کې محافظه کیږي  او د پسرلي‌ په میاشتو کې د شاتو د تولید په موخه طبعیت ته خوشې کیږي.همداشان مچۍ پدې میاشتې کې شات تولیدوي. همداشان د شاتو د تولیدونکو لخوا شات د سپټمبر او اکتوبر د میاشتو ترمنځه راټولوي‌ او بازار ته وړاندې کوي.. د ایلازیغ ګیون شات  ځانګړتیا د هغې شفافه بڼه، ژیړ رنګ او ټون دی. دا شات چې د ګیون بوټي بوی لري او یو خوږ خوند لري ستوني نه سوځوي، د هغو کسانو لپاره د درملنې طبیعي سرچینه ده چې د معدې او کولمو اختلالات لري، په ځانګړې توګه زخمونه.



اړوند خبرونه