ایا تاسې پدې پوهیږۍ
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د د تیرو شلو کلونو راهیسې د ترکیې ترټولو مهم سیاحتي مرکز بودرم کې د بیلیټ نڅا فیستیوال ترسره کیږي؟
سږکال د ۲۰م ځل لپاره جوړ شوی، د بوډرم بیلیټ نڅا نړیوال فیستیوال په تورکیه کې لومړی او یوازینی بیلیټ نڅا فستیوال دی. بیلیټ نڅا فیستیوال چې تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزارت اوپیرا او بیلیټ عمومي ریاست لخوا د بودرم ښاروالۍ په مرسته جوړ شوی ، دا فیستیوال هر کال په اګست میاشت کې د بوډرم سمبول او نن ورځ د اوبو لاندې لرغونوپوهنې موزیم په توګه کاریدونکی د بودروم په کلا کې د شمالي خندق په سیمه کې جوړیږي .
د تورکیې د دولتي اوپیرا او بیلیټ عمومي ریاست د خپل هنري کیفیت، بډایه نندارتونونو او په ملي او نړیوالو هنري ډګرونو کې د لاسته راوړنو پر بنسټ، له ۲۰۰۳ راهیسې، هر کال پرته له کوم خنډ او ځنډه دا جشن او فیستیوال په خورا مینه او نظم سره تنظیموي. د هنر د ظرافت انعکاس کوونکي د بیلیټ نڅا د بوردوم مالټو د ګلانو د ښکلو عطرونو او بوی په فضا کې او پدې یو تاریخي چاپیریال او مکان کې ترسره کیدل دا د بیلیټ مینه وال لپاره یوه نه هیریدونکې تجربه او شیبې دي .
دا فیستیوال چې په نړۍ کې ډیر نادر او په تورکیه کې یوازینی جشن دی، په کال کې په ډیر لیوالتیا سره جوړیږي او د بودرم ښکلا ته رنګ ورکوي.
د ویلو ده چې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو او تورکیې د بیلیټ د نڅا مینه وال او غوره بیلیټ نڅا کوونکي سره راټولیږي او خپل هنر د هنر مینه والو ته نندارې وړاندې کوي .
د دولت اوپیرا او بیلیټ عمومي ریاست د بوډرم بیلټ نړیوال فستیوال سربیره ، په تاریخي ځایونو کې د ډیری هیوادونو هنر مینه والو ته د لوړ کیفیت هنري پیښې وړاندې کوي . نوموړي د تورکیې په نورو مهمو سیاحتي مرکزونو کې هم ورته فیستوالونه تنظیموي. د ویلو ده چې په استانبول ،ایزمیر ولایت د ایفسس لرغوني ښار او په انتالیا کې د اسپینډوس لرغوني تیاتر کې دا فیستیوالونه جوړیږي. دا مهم نړیوال جشنونه د نړۍ د تمدن پیل ټکي اناتولي ته نوي ارزښتونه اضافه کوي.