پلټوونکې سترګې

پلټوونکې سترګې

2017813
پلټوونکې سترګې

 

د تورکیې مځکني‌ یخونه  د هوا  د تودوخې له امله د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي

متخصصین خبرداری ورکوي چې د اقلیم د بدلون له امله د قطبي یخونو ویلي‌ کیدل به د نړۍ تودوخه نوره هم زیاته کړي، او د سخت موسم پیښې او وچکالي به د ځنګلونو اورلګیدونې به نورې هم زیاتې کړي.

د دې اونۍ په خپرونه کې به پر دې خبرې وکړو چې د نړۍ د تودوخې زیاتوالی د تورکیې پر مځکني‌ یخونو او  تودوخې څه ډول اغیز کوي.

په قطبونو کې د سترو یخونو او ګنګلونو شتون، د لمر د وړانګو په منعکس کولو سره د نړۍ د تودوخې مخه نیسي.د ویلو ده  چې د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې  په قطبونو کې نږدې ستر کنګلونه او یخونه نږدې نیمایي ته راټیټ شوي. د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله دا زیانونه یوازې د قطبي یخونو پورې محدود ندي. په غرونو کې د ځمکې یخونه ، چې د اوبو د سرچینو او چاپیریال تغذیه کوي، هم په ویلي‌ کیدو پيل شوی دی.

د استانبول تخنیکي پوهنتون (ITU) د یوریشیا د ځمکې علومو انسټیټیوټ، د ځمکې د جامد علومو څانګې استاد پروفیسور ډاکټر محمد عاکف ساري کایا وویل چې قطبي کنګلونه د حجم له پلوه ډیر لوی دي ، خو د غرونو یخونه بیا  کوچني دي.

هغه وویل چې د اقلیم له کړکیچ له امله دواړه یخونه  له مینځه تللي او د اقلیم له بحران يي رامنځته کړی دی. د همدې امله  دا ممکنه نه ده چې دواړه یو له بل څخه جلا شي. دا چې   قطبي کنګلونه  خورا لوی دي، نو د دوی ویلي‌ کیدل  دومره چټک نه دی. هغه چې په ځمکه کې دي بیا لا په چټکه توګه ویلي کیږي.  زموږ په څیر په منځني عرض البلد سیمو کې د یخونو ویلي کیدل خورا ګړندي کیږي."

ساري کیا د دې په بیانولو سره چې له صنعتي کیدو وروسته د تودوخې زیاتوالي په تورکیه او همدارنګه په نورې نړۍ کې په طبعي‌ یخچالونو کې د یخونو  شتون کم کړی او  ټینګار يي وکړ چې د ځمکې یخونه  د اوبو اصلي سرچینې دي او د دې یخونو ویلي کیدل  د اوبو د سرچینو د کمیدو په معنی دي.

هغه د دې په پام کې نیولو سره چې په اناتولیا کې د نړۍ د نورو برخو په پرتله خورا لوی یخونه  شتون نلري وویل ، د همدې امله  د موجوده یخونو ویلي‌ کیدل  به پر مونږ د پام وړ اغیزه ونلري .ساري‌ کایا زیاته کړه چې

"په تورکیه کې په ۱۲ ځایونو کې ۵۱ یخ زونونه شتون لري چې ټول ۱۰ کیلو متره مربع مساحت لري. پداسې حال کې چې په ۱۹۷۶ میلادي‌ کال کې د تورکیې د اغره یا ارارت غره په څوکه  کې زموږ ترټولو لوی کنګل  نږدې ۸ کیلومتره  مربع وو نن پنځه کیلومترو مربع ته راټیټ شوی دی. زموږ په ټولو یخونو  کې د ۳۰ تر ۳۵  سلنې کمښت راغلی دی. زموږ د هکاري‌ ولایت د  جیلو په غرونو کې په تیرو ۱۰۰ کلونو کې د ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنې پورې په یخونو کې کمښت راغلی دی. د مطالعاتو له مخې، موږ ګومان کوو چې که تودوخه په دې کچه دوام وکړي، په ایرجیس کې یخبندانونه به په بشپړه توګه ورک شي.د نړۍ په کچه د تودوخې ریکارډونه، د انساني فعالیتونو سره یوځای، د یخبندانونو د ویلي‌ کیدو چټکتیا ښکارندوي کوي. په تورکیه کې د جیلو سیاحت پورې تړلي بشري فعالیتونه د دې مثال دی. بشري فعالیتونه د تودوخې ریکارډ ته کیدو سره د یخبندانونو ویلي‌  کیدل ګړندي کوي او د اوبو په سرچینو منفي اغیزه کوي."

 

"دا وړاندوینه کیږي چې  په راتلوونکو ۵۰ کلونو کې به ټول غرونه او درو کې یخبندانونه به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي"

د بوغازي ایچي پوهنتون د اقلیم بدلون او پالیسۍ د عملي‌ کولو  او څیړنې مرکز بورډ غړی پروفیسور ډاکټر مرات ترکش  وویل چې په تورکیه کې د غرونو یخونه او په اغره  کې د د یخبندانونو کچه  په تیرو ۵۰ کلونو کې په چټکۍ سره ویلي‌ شوي‌ ، او د هرې ورځې په تیریدو سره کمیږي. ترکش زیاته کړه چې ،

"که چیرې وضعیت په همدې شان دوام وکړي، اټکل کیږي چې په راتلونکو ۵۰  کلونو کې به  په ټولو غرونو او د درو یخبندانونه ویلي‌ شي. څیړنې ښیي په تورکیه کې په یوازې په غرونو کې  یخبندانونه پاتې دي چې هغه هم په چټکۍ د ویلي‌کیدو په حال کې دي."

ترکش دې ته په اشارې سره چې یخبندانونه  د دایمي واورو پوښل کیدو سره یوځای خوندي‌ پاتې کیدای شي  او دا د اوبو مهمې سرچینې دي چې شاوخوا جغرافیه ، ایکوسیستمونه ، د اوبو سرچینې او ژوند تغذیه کوي .

 ترکش  وویل ، "که چیرې کافي واوره شتون ولري او تغذیه توازن مناسب وي ، جریان دوام پيدا کوي‌ خو اوس دا توازن ګډوډ شوی دی ځکه چې یخبندانونه  په  چټکۍ سره ویلي‌ کیږي. بله خبره  واوره ورو ورو کمیږي، حتی که چیرې واوره هم وي، ژر ویلي‌ کیږي‌‌ او ډير وخت د مځکې پر سر نه پاتې کیږي.

ترکش دې ته په اشارې سره چې د غرونو د یخبندانونو  په کمیدو سره د دوی په شاوخوا کې په اکوسیستمونو  اقلیم ناورینونه رامنځته کیږي‌ کې ، ټوله جغرافیه چې دوی یې تغذیه کوي نور په کافي توګه سرچینې نه پيدا کوي .

"په ځانګړې توګه په همالیا او انډیس کې، وخت په وخت ناڅاپه واوره او یخونه د سیلابونو، سیندونو اوبل اوښتل د ځمکې ښویدنې لامل کیږي. همداشان که چیرې لا زیات یخبندانونه ویلي‌ شي‌ دا غرونو ته هم زیان رسوي. پدې ډول د اقلیم توازن له منځه ځي.



اړوند خبرونه