ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسو پوهیږئ چې د لوزان د سولې تړون یوازینی د سولې تړون دی چې لومړۍ نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله او د ډیرو اوږدو کلونو لپاره نافذ وو؟

ایا تاسو پوهیږئ چې د لوزان د سولې تړون یوازینی د سولې تړون دی چې لومړۍ نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله او د ډیرو اوږدو کلونو لپاره نافذ وو؟
عثماني امپراتورۍ له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ماتې وخوړه، خپله خپلواکي یې له لاسه ورکړه او خاوره يي اشغال شوه. خو د تورکیې ملت د خپلې مځکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ په خاطر د استقلال جګړه پیل کړه او ډیر ستر بریالیتوب يي ترلاسه کړ. د خپلواکۍ پدې مجادله کې داسې بریاوې ترلاسه کړې چې د دښمن نه يي لاره ورکه کړه. د تورکیې ملت لخوا په خورا عادلانه او معتبر دلایلو سره پیل شوې د خپلواکۍ مبارزه د ۱۹۲۲ میلادي کال په مني کې د پوځي سترې بریا سره پای ته ورسیده. اوس ددې وخت رارسیدلی وو چې دا ستر بری او د خپلواکۍ مبارزې نتیجه ټوله نړۍ په رسمیت وپیژني.
د ۱۹۲۲ کال د نوامبر په ۲۰ د سویس په لوزان ښار کې د سولې کنفرانس جوړ شو. د سولې پدې کنفرانس کې د تورکیې د دولت په استازیتوب د پلاوي مشري جنرال عصمت پاشا کوله. هغه پدې کنفرانس کې د خپلواکۍ او حاکمیت پر موضوع ټینګار وکړ او وویل، دوی د ټولو متمدنو ملتونو په څېر ازادي او خپلواکي غواړي. دغه کنفرانس چې د لوزان د تړون د لیکلو په موخه جوړ شوی و، ۸ میاشتې یې دوام وکړ. بالاخره د ۱۹۲۳ کال د جولای په ۲۴ مه نېټه د لوزان د سولې تړون د تورکیې، انګلستان، ایټالیا، فرانسې، روسیې، یوګوسلاویا، بلجیم، پرتګال، رومانیا، یونان، جاپان او ایټالیا د استازو ترمنځ لاسلیک شو.
د لوزان د سولې تړون د عثماني امپراتورۍ د هیرو نه د زیږیدلي نوې تورکیې جمهوریت اساس او تسجیل وو. د تړون په سریزه کې، "د دولتونو خپلواکۍ او حاکمیت ته درناوی" په ځانګړې توګه ویل شوي. له هغه وخته چې دواړو خواوو متقابل تړونونه او ژمنې وکړې، د لوزان د سولې تړون دوام پیدا کړ. د لوزان د معاهده چې سل کلنه کیږي داسې ماده پکې شتون نلري چې دا تړون به د ۲۰۲۳ کال او یا په وروسته کومه نیټه کې پایته ورسیږي . د توركيې د دولت سوله ايز او ښه نيت لرونكي چلند هم د دې تړون د دوام لپاره ډېر اهميت لري. د اتاترک د اصولو "په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله" او د لوزان د سولې د تړون د ټولو مادو او احکامو اطاعت د سولې دوام تضمینوي.