ایا تاسې پدې پوهیږۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ

2001183
ایا تاسې پدې پوهیږۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې د تورکیې د توپ کاپي د ماڼۍ موزیم  د شاوخوا ۱۶  زره چینی یا پورسلین توکو کوربه توب کوي؟

د توپ کاپي ماڼۍ د نږدې ۱۶ زره پارچو بډایه چینی توکو کوربه توب کوي. د توپکاپي ماڼۍ موزیم د نړۍ له مشهورو او بې ساري ټولګو څخه یو هم د چیني توکي دي. دغه ټولګه له چين څخه بهر د چيني توکو تر ټولو لويه ټولګه ده چې شمېر يې له لسو زرو څخه زيات دی. د ۱۳ مې نه تر شلمې پيړۍ پورې د  چیني توکو  د صادرات دوامداره وده  په اصل کې ددې توکو ځانګړی اهمیت ښکارندويي کوي. د چینایي چیني‌ توکو یا پورسلین سربیره، جاپاني‌ چیني‌ یا پورسلین ، اروپایی چیني یا پورسلین او تورکي‌ چیني‌ یا پورسلین چې د یلدز پورسلین په نامه هم  یادیږي، د ماڼۍ نورې مهمې مجموعې جوړوي. د توپکاپی ماڼۍ د اروپایی چینی یا پورسلین ټولګه کې شاوخوا ۵ زره توکي شتون لري. د ماڼۍ ټولګه، چې د ۱۵ او ۲۰ پیړیو تر مینځ جوړ شوي  هم د شمیر او هم د ډولونو دواړو له مخې خورا بډایه ده. دا هغه ټولګه هم ده چې د اروپا د چینی یا پورسلین  هنر ته غوره کرونولوژي ورکوي.

د ماڼۍ په ټولګه کې سیلادون، نیلي سپین، واحد او څو رنګه چیني‌ یا پورسلین لوښي شامل دي. د ویلو ده چې پدې ټولګه کې د اسلامي‌ هیوادونو د دسترخوان د ودود سره سم سترې قاپونه او کاسې ددې ټولګې تر ټولو مهمې پارچې دي. د ویلو ده چې پادشاهانو  د سرو زرو او سپینو زرو لوښو سربیره په ځانګړې توګه چیني‌ او سیلادون توکو  ته ترجیح ورکوله. په ځانګړې توګه، سیلادون د ویل کیږي‌ زهر پکې معلومیږي‌ د پادشاهانو لخوا ډیر کارول کیدې.

ښه ظرافت لرونکي‌ او ښکلي‌ چیني‌ لوښي‌ او یا پورسلین تل  په  عثماني ژوند کې د طاقت  او شتمنۍ ښکارندويي کوله. کله نا کله د چیني‌ یا پورسلین توکو د نورو قیمتي‌ کاڼو او یا هنرونو په کارولو سره لا قیمتي‌ شوي‌ دي.

د مثال په توګه، ساده چیني‌ او پورسلین توکي‌  د قیمتي ډبرو سره سینګار شوي. همداشان  مات شوي  چیني‌ لوښي‌ د مختلف موادو نه په استادې سره رغول شي‌  او په ټولګو کې ځای په ځای شوي‌ دي. همداشان په عثماني‌ دوره کې معدنونو د ماڼیو او زرګرۍ په برخه ې ډیر مهم ځای درلود.



اړوند خبرونه