پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1996229
پلټونکې سترګې

 

د کارپوهانو په وینا، اروپايي ټولنه د فوسیل سونګ موادو څخه په "بیرته نه ستنیدونکې "  ډول سره لرې کیږي.

اروپا  د زرغون  تړون د قوانینو په پلي کولو سره، اټکل کیږي چې اروپایي ټولنه به تر ۲۰۳۰ کاله  پورې د فوسیل سونګ موادو څخه لیرې شي،  او بریښنا  د اړتیا ۵۵  سلنه به  د بادي  او لمریزې انرژۍ د سرچینو نه پوره کړي.

د دې اوونۍ په خپرونه کې به د هغو کارپوهانو د نظرونو په اړه خبرې وکړو چې وايي  تر ۲۰۳۰ کال پورې  به  د اروپا د بریښنا ډیره برخه د باد او لمر څخه تولید شي.

د انرژۍ د مطالعاتو بڼسټ  ستراتیژیک لید  د ارزونو له مخې  چې  ایا د اروپا  زرغون تړون به   د اروپایی ټولنې د انرژۍ امنیت ، بریښنا بیو، استخدام او پانګه اچونو  اړتیاوو باندې څه ډول اغیزې وکړي‌ پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. ویل کیږي‌ پاکه او نوې کیدونکې انرژي به د اروپايي ټولنې په اقتصاد کې جدي‌ بدلونونه رامنځته کړي.

ویل کیږي چې د زرغون تړون په چوکاټ کې به تر ۲۰۳۰ کاله پورې  لږ تر لږه ۵۵ سلنه د ککړتیا د کچې د راټولو په خاطر به  د باد او لمر انرژي  سرچینو ته مخه وشي‌ او لږ تر لږه ۵۵ سلنه انرژئ اړتیاوې به د بادي‌ او لمریزې بریښنا د سرچینو نه پوره شي. ویل کیږي‌ د زرغون تړون قوانین به په ډیره ښه توګه پلي‌ شي.

وړاندوینه کیږي چې اروپايي ټولنه  به د فوسیل سونګ مواد  څخه په بیرته نه ستنیدونکي‌ ډول لیرې شي او د ګاز مصرف به په ټوله اروپا کې لږترلږه ۳۱ سلنه کم شي. دا کمښت د اوکراین له جګړې مخکې د آلمان د ګازو کلنۍ مصرف په څیر حساب شوی.

د زرغون تړون څخه وروسته، اټکل کیږي چې په اروپايي ټولنې په هیوادونو کې  لږ تر لږه ۵۸ میلیون د تودوخې پمپونه نصب شي او نږدې ۲۹ میلیون بریښنایی موټرې به په سړکونو کې ولیدل شي.

د پاکې او نوې کیدونکې  انرژۍ  حل لارې سره ، اټکل کیږي چې په  اروپا کې د کورونو  د انرژۍ د مصرف په منځ کې د بریښنا مصرف د ۸ عشاریه ۶ سلنې نه تر ۲۰۳۰ کاله پورې ۶ عشاریه ۱ سلنې ته راټیټ شي . همداشان پدې دوره کې به په اوسط ډول د بریښنا بیه هم ۷ سلنه راټیټه شي.

د پاکې انرژۍ لیږد د اروپايي ټولنې  په هیوادونو کې د لږترلږه ۴۴۷ زره  تنو ته د دندو د موندولو ظرفیت هم لري.

د ستراتیژیک لید  مرکز اجراییوي رئیسې لیندا کلچر ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې  زرغون  تړون به د انرژي امنیت او اقتصادي سوکالۍ ته وده ورکړي. همداشان د باد او لمر انرژۍ استفاده به د تیرو ۲۰ کلونو په پرتله ۳ برابره لوړ شي. دا به د صنایع لپاره هم  د برښنا بیه راټیټه کړي‌ او رقابت کچه به لا پسې لوړه کړي. همداشان هغه هیوادونه چې ګاز، تیل او ډبرو سکاره تولیدوي‌ باید پدې پوه شي‌ چې اروپا  نور ددې ډول سونګ مواد نه  په نه ستنیدونکي‌ توګه لرې کیږي.

د ستراتیژیک لید د بڼسټ  رئیس نیل مکروف،  وویل، دا تړون د ژوند د لګښت په وړاندې د ډال په توګه کار کوي.

هغې وویل چې  تیل، ګاز او ډبرو سکاره  د لوړ انفلاسیون اصلي لاملونه دي، مکروف وویل، "د یوې وچې په توګه د ګازو او تیلو محدودو سرچینو سره، اروپايي اتحادیه د جیو پولیټیکل ګواښونو په وړاندې د انرژۍ د امنیت د وسیلې په توګه د خالص صفر لیږد په کارولو سره سم ستراتیژیک انتخاب غوره کوي. دا به یوازې په ۷ کلونو کې د جرمنی‌ د کلني‌ مصرف په اندازه ګازو کچه کمه کړي.

همداشان اروپا  چې پدې وروستیو کې د اوکراین او روسیې ترمنځه د جګړې له امله د انرژۍ د جدي‌ ننګونو سره مخامخ ده  غواړي‌ چې پدې برخه کې ځان خپلواکه کړي. اروپا  پدې اړه د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه