د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د ازمیر ولایت د برګاما ولسوالۍ د لاسي غالیو په اړه لنډ بحث کوو

د تورکیې د ایجین په سیمه کې ترټولو لوی ښار ازمیر دی. د ازمیر ولایت د برګاما ولسوالۍ بیا د خپل زوړ تاریخ سره پیژندل کیږي چې د لرغونو وختونو پورې اړه لري. د برګاما ولسوالۍ چې د ۳ زره کلونو څخه زیات د ډیرو تمدنونو شاهد دی، ددې سیمې غالۍ او ټغران بیا ځانګړی شهرت لري. د برګاما لاسي غالۍ په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د برګاما ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوو محصولاتو په لست کې شاملې شوې. غالۍ په محلي ډول د "استار" په نامه د ځانګړو دستګاګانو سره په لاس اوبدل کیږي . د غالۍ په تولید کې، د پسونو د وړۍ نه جوړ شوي ځانګړي تار څخه چې په دودیز ډول د مختلفو نباتاتو د ریښو نه ترلاسه کیدونکو رنګونو سره رنګ کیږي وروسته وچیږي . په دې توګه، د برګاما غالۍ د اوږدې مودې لپاره خپل روښانه رنګ او ځلیدل حفظوي. دا چې د برګاما په سیمه کې غالۍ د غوټۍ ځانګړي تخنیک سره اوبدل کیږي د مقامت د پایښت له پلوه یو خاص ځای لري. د برګاما غالۍ په څلورو ګټګوریو ویل شوې لکه یاغجي بیدر، قره داغ ، قوزاک او یونتداغي. لاسي اوبدل شوي برګاما غالۍ د ۱۶ پیړۍ څخه تر ۱۹ پیړۍ پورې نه یوازې په هیواد کې بلکې په بهر کې هم خورا شهرت درلود . په ځانګړې توګه په اروپا کې، د لویو او شتمنو کورنیو او کولکسیون خاوندانو له دې غالۍ سره ډیره مینه ښودلې.
نن ورځ هم دا غالۍ په سیمه کې د ځانګړي شهرت نه برښمندې دي.