ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

1992126
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسو پوهیږئ چې سلګونه کاله دمخه په اناتولیا کې د زلزلې اندازه کولو سیسټم کارول شوی و؟

نن ورځ، ډیری تخنیکي وسایل د زلزلې اندازه کولو لپاره کارول کیږي. که څه هم د زلزلې اندازه کولو سیسموګرافونه په لومړي ځل په ۱۸۰۰کلونو  کې کارول شوي، خو د دې نیټې څخه سلګونو کلونه  دمخه په اناتولیا کې د زلزلې اندازه کولو په زړه پورې سیسټم کارول شوی و. دا سیسټم د "زلزلې ترازو" یا " ترازو ډبره" په نوم پیژندل کیږي.

په عثماني معمارۍ کې به د جوماتونو د ودانیو  په کونجونو کې د سلنډر مرمر ډبرې ایښودل کیدې  او په دوو مختلفو کونجونو کې په څلورو مختلفو ناوو کې د مرمر تلې ځای په ځای کیدې ترڅو ددې په وسیله دا معلومه کړي‌ چې ایا د جومات ودانۍ د زلزلې له امله زیان لیدلی او که نه، ایا د جومات ودانۍ د مځښویدنې له امله زیان لیدلی او که نه؟

په دې ترتیب د اناتولیا په مختلفو جوماتونو کې دا سیستم چې د "زلزلې ترازو" په نوم یادیږي، د مرمرو سلنډرونه په عمودي توګه په ناوو کې ایښودل شوي. د زلزلې معلومولو دا سیستم  خورا ساده سیستم دی. که چیرې سلنډر په اسانۍ سره وګرځي، دا ددې ښکارندويي کوي چې  په زلزله کې جومات ته زیان نه دی رسیدلی. که سلنډر حرکت نه کوي او  یا د څرخیدو پر مهال  ستونزې سره مخامخ کوي  ، دا ددې ښکارندويي کوي چې د جومات ودانۍ په زلزله کې زیان لیدلی دی.

د زلزلې ترازو اوس هم په اکثرو جوماتونو کې  شتون لري‌ او د جماعت لخوا د کنټرول میکانیزم په توګه کارول کیږي. د مثال په توګه، په ۱۴۲۴ میلادي‌ کال  کې په بورسا ولایت کې د عبادت لپاره پرانستل شوي‌   او د عثماني معمارۍ د لومړۍ دورې یو له غوره مثالونو څخه  په  یشیل جومات  کې د زلزلې د اندازه کولو دا سیستم شتون لري او اوس هم وخت نا وخته کنټرولیږي.

د ویلو ده چې د نړۍ د مهمو معمارانو نه د معمار سینان لخوا  په جوړو شوو ودانیو کې تاسې کولې شۍ چې ددې سیستم نه لیدنه وکړۍ .

په مانیسا کې د مرادیه جومات، چې د معمار سینان لخوا په ۱۵۸۵ میلادي. کال کې جوړ شوی یو له هغو جوړښتونو څخه دی چې د زلزلې د اندازه  کولو سیستم پکې شتون لري. حتا تاسې نن ورځ هم  ددې جومات د محراب په دواړو غاړو کې د موجودو زلزلې ترازو  د سیستم په برکت  کولی شۍ چې دا وګورۍ چې د جومات ودانۍ په زلزلو کې کوم زیان لیدلی او که نه؟ ایا د زلزلې له امله د جومات ودانۍ ښویدلې ده او که نه؟

دا سیستم نن ورځ هم فعاله دی.



اړوند خبرونه