د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په تورکیه کې د می په ۲۸ مه نیټه د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې ترسره کیږي. د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په ترڅ کې چې د مې په ۱۴ ترسره شوې، د جمهور ائتلاف یا ټلوالې په پارلمان کې اکثریت وګټلو، خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بیا هیڅ یو نوماند مطلق اکثریت یا ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي چې د همدې امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې ۴۹،۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د ستر بریالیتوب سره سره، ۵۰ جمع یو رایو ته د نه رسیدو له امله ټاکنې دویم پړاو ته وغځیدې. له بلې خوا، کمال قلچدارو اوغلو د ډیرو زیاتو تمو او توقعاتو سره سره یوازې ۴۴ سلنه رایې ترلاسه کړې. اوس چې په هېواد کې بيا ټاکنې کېږي، ټوله پروسه په سوله ييزه توګه روانه ده، دا د تورکيې د ډيموکراسۍ د بلوغ لپاره يو مهم شاخص او امتحان دی.
د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرني سیاست یو تن څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړيچې ستاسې پام ورته رااړوم.
د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو، چې لومړي پړاو يې د مې په ١٤مه ترسره شو، ډېرې حيرانوونکې پايلې يې درلودې. په ځانګړې توګه د اپوزیسیون له خوا او په نړیوالو حلقو کې چې د هغه ملاتړ یې کاوه لویې تمې رامینځته شوې او دا ادعا شوې وه چې کمال قلچدار اوغلو به په لومړي پړاو کې ولسمشر وټاکل شي او د ملت ائتلاف یا ټلواله په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي. دا د تصور انجینیرۍ وه او د ځینو تخریبکاره نظرسنجۍ شرکتونو لخوا یې ملاتړ کیده. خو بالاخره حقیقت یو ځل بیا څرګند شو او اپوزیسیون په لومړي پړاو کې د اردوغان او د جمهور ائتلاف یا ټلوالې په وړاندې له سختې ماتې سره مخ شو. اردوغان په لومړي پړاو کې د نږدې دوه نیم میلیون رایو په توپیر سره قلچدار اوغلو ته ماتې ورکړه. همداشان جمهور ائتلاف یا ټلوالې په پارلمان کې اکثریت وګاټه او د ملت ائتلاف یا ټلواله په اقلیت کې پاتې شو. د اردوغان او د هغه د ائتلاف ستر بري یو ځل بیا ټولو ته دا وښوده چې د اپوزیسیون او ملت ائتلاف ټولې ادعاوې بې بڼسټه دي. ملت اردوغان او د هغه ائتلاف ته یو ځل بیا د باور رای ورکړه .
دلته پوښتنه پيدا کیږي چې ایا د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ ، د اوکراين د جګړې او د زلزلې له ناورين سره سره چې له ۵۰ زرو څخه زياتو انسانانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ولې ملت یو ځل بیا اردوغان ته د اعتماد رای ورکړه ؟
ددې پوښتنې په ځواب کې، د هر څه نه مخکې او ټولو سره سره اردوغان، د خپل رقیب قلچدار اوغلو په پرتله د خپلو خلکو او ملت پر وړاندې لا زیات د باور او اعتماد وړ یو مشر دی. د تورکیې خلکو پدې ټاکنو کې یو ځل بیا پریکړه وکړه چې د هیواد موجود ستونزې پرته د اردوغان نه بل څوک نشي حل کولی . موجودې اقتصادي ستونزې د اردوغان پرته بل څوک نشي حل کولې. د زلزلې نه وروسته د زلزله ځپلو سیمو بیا رغونه او په خپلو خپو درول د اردوغان نه پرته بل څوک نشي کولې. ځکه چې اردوغان په تیرو شلو کلونو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال په کراتو دا خبره په اثبات رسولې ده.
د ویلو ده چې پدې ټاکنو کې ۶ مخالفو ګوندونو د ولسمشر اردوغان پر خلاف ائتلاف په کولو سره ستر اپوزیسیون جوړ کړ. حتا د جمهوریت خلق ګوند په مشرۍ د ملت ائتلاف یا ټلوالې د بري د ترلاسه کولو په خاطر د خلکو ډیموکراتیک ګوند چې د پي کاکا ترهګري سازمان نه ملاتړ کوي هم شراکت وکړ خو هیڅ ګټه يي ونکړه. د ملت ائتلاف لخوا د خلکو ډیموکراتیک ګوند سره ائتلاف او شراکت په اصل کې د ملت ائتلاف د پلویانو سخت غبرګون راوپارو.
په نهایت کې د اردوغان په مشرۍ ائتلاف په لومړي پړاو کې بریا ترلاسه کړه او د قلچدار اوغلو په مشرۍ اتحاد له سختې ماتې سره مخ شو. اوس د مې په ۲۸ مه نیټه د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې ترسره کیږي.
د ملت ائتلاف نوماند کمال قلچدار اوغلو چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یو ډیر نرم سیاست خپل کړی وو په دویم پړاو کې په خپلو سیاستونو او دریځ کې ۱۸۰ درجې بدلون په راوستو سره ډیر سخت ملتپاله او د کډوالو ضد دریځ غوره کړی. قلچدار اوغلو د ټاکنو د دویم پړاو نه مخکې د افراطي ښه اړخه د ظفر ګوند د مشر امید اوزداغ سره د ائتلاف په کولو سره داځل د خلکو ډیموکراتیک ګوند غبرګون پارولی دی.
د یادولو وړ ده چې د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ۵ عشاریه ۲ رایو ترلاسه کوونکي دریم نوماند سینان اوغان په دویم پړاو کې د ولسمشر اردوغان نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د سیان اوغان دې پریکړې د رواني پلوه کمال قلچدار اوغلو او د هغه پلویان د سخت فشار لاندې راوستي دي. ولسمشر اردوغان بیا لکه څرنګه چې په لومړي پړاو کې کوم سیاستونه او دریځ غوره کړی وو ، هماغې ته دوام ورکوي .
د بله پلوه په پارلمان کې غوڅ اکثریت ترلاسه کول د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر اردوغان لپاره تر ټولو ستر فرصت دی.