ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې یو له خورا مهم سومیرولوژیستانو څخه  د تورکیې دی؟

1988913
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې یو له خورا مهم سومیرولوژیستانو څخه  د تورکیې دی؟

معزز علمیه چیغ چې په ۱۹۱۴ میلادي کال کې زیږیدلې، د سمیرولوژي په برخه کې د نړۍ د ډیرو مشهورو  علمي څیړنو خاونده ده.

معزز علمیه چیغ د اناتولیا د بډایه تمدن تاریخ څرګندولو لپاره تاسیس شوي‌ د ژبې، تاریخ او جغرافیې پوهنځی د سمیرولوژي د څانګې، یو له لومړنیو فارغانو څخه ده. هغه ته  د انقرې پوهنتون  د ژبې تاریخ او جغرافیې له پوهنځي څخه د فراغت پر مهال د ده جرمني  ژبې استاد ورته په پوهنتون کې د پاتې کېدو وړاندیز وکړ، خو هغه دا وړاندیز ونه مانه او د استانبول د لرغونپوهنې په موزیم کې یې کار پیل کړ.

 دا پریکړه د هغه په ​​​​ژوند کې د بدلون ټکی شو. هغه په ​​۱۹۷۳ میلادي. کال کې د تقاعد تر وخته پورې د استانبول د لرغون پېژندنې موزیم د کیونیفورم میخي‌ ژبې د اسنادو په آرشیف کې کار کاوه. هغه په ​​دې ارشیف کې د شاوخوا اوه پنځوس زره ټابلیټونو د ترتیب لپاره کلونه کار وکړ چې په دریو مختلفو ژبو لیکل شوي. هغه په ​​لسګونو زره تختې پاکې، طبقه بندي  کړی چې شمیري په سومیریا، اکاډین او هیټي ژبو لیکل شوې او د کینیفورم اسنادو آرشیف جوړ کړ. د خپل کاري ژوند په اوږدو کې يې په علمي برخه کې اته کتابونه او ګڼې مقالې ليکلې دي.

معزز علمیه چیغ چې د ګڼو نړیوالو ساینسي ایوارډونو خاونده ده، په خپلو څیړنو سره نه یوازې د تورکیې بلکې د نړۍ په تاریخ کې خپل نوم په زرین حروفو لیکلی دی. هغې له تقاعد وروسته خپل کار ته دوام ورکړ او ډیری کتابونه لیکي چې د پراخه لوستونکي يي درلودل . په دې کتابونو کې، هغه د سومریانو او هییت تاریخ، د دوی تمدن او کلتوري ارزښتونه په داسې انداز کې لیکلي چې هرڅوک به پوه شي او مینه ورسره وکړي.

معزز علیمه چیغ چې په نړۍ کې یو تر ټولو اوږد ژوند لرونکې انسانانو څخه یادیږی‌ ۱۰۹ کاله يي ژوند کړی دی. سره ددې چې د هغه عمر ډیر لوړ وو خو روح يي تل ځوان وو.



اړوند خبرونه