ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې د الوتکو لومړیو دریو انجنیرانو څخه یو تورکي دی؟

ایا تاسو پوهیږئ چې په نړۍ کې د الوتکو لومړیو دریو انجنیرانو څخه یو تورکي دی؟
علي یار چې په ۱۸۸۵ میلادي کال کې زیږیدلی دی ، په ۱۹۱۲ کال کې د تورکیې لومړی او د نړۍ دریم د الوتکې انجنیر شو.
علي یار د عثماني امپراتورۍ په وروستیو کلونو کې د ګالتاسرای له عالي لېسې چې د زده کړې موده یې لس کاله وه، په شپږو کلونو کې فارغ شو. وروسته ۱۹۰۸ کال کې د لوړو زده کړو لپاره د فرانسې ته واستول شو او په سوربون پوهنتون کې ۴ کلونو کې زده کړې بشپړې کړې. وروسته بیا هغه د "ایرونوټکس د میخانیکي انیجینري عالي ښوونځي " څخه په یو کال کې فارغ شو او دا ښوونځی پای ته ورساوه.
په ۱۹۱۲ کې، هغه د تورکیې لومړنی او د نړۍ د دریم الوتکې انجنیر او پیلوټ په توګه استانبول ته راستون شو. هغه د عثماني امپراتورۍ په وروستیو کلونو کې د ګالاتاسرای عالي لیسې او د استانبول په پوهنتون کې ریاضي او فزیک تدریس کاوه. هغه د جمهوریت تر اعلان وروسته هم دغو خدمتونو ته ادامه ورکړه او په ۱۹۵۵ کال کې یې تر تقاعد پورې د ساینس په پوهنځي کې د ریاضياتو تدریس ته ادامه ورکړه، چیرته چې هغه د یوې مودې لپاره رییس هم و.
علي يار په تورکيه کې د رياضي د فکر د پراختيا په موخه د رياضي په بېلابېلو برخو کې ډېر بهرني اثار تورکي ژبې ته ژباړلي او په ښوونځيو کې يې د تدريس وړ ګرځولي دي. هغه د ستورپوهنې په اړه یو کتاب هم لیکلی، پروفیسور علي یار په استانبول کې د ۸۰ کلونو په عمر ومړ.