ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسو پوهیږئ چې په ایټالیا کې یو "تورکی کلی" شتون لري؟

ایا تاسو پوهیږئ چې په ایټالیا کې یو "تورکی کلی" شتون لري؟
د موینا کلي چې په ایټالیا کې له اتریش سره د پولې ته څېرمه پروت دی، پدې کلي کې هیڅ تورکان ژوند نه کوي. که څه هم ددې کلي کلیوال په تورکي ژبه نه پوهیږي او ډیری یې ترکیه نه ده لیدلې، دوی هغه ځای کې اوسیږي د "تورکی کلي" په نوم مشهور دی. موینا یوازې د "تورکي کلي" په نوم نه یادیږي ، ددې ترڅنګ ترکي کلتور له درې سوو کلونو څخه زیات په دې کلي کې ژوندی ساتل شوی دی.
د ترکانو لپاره د کلي د خلکو مینه د ویانا د دویمې محاصرې پورې اړه لري. د محاصرې وروسته، یو ټپي عثماني عسکر د ایټالیا په یوه کوچني ښار کې پناه اخلي. دغه ټپي شوی عسکر د کلیوالو له خوا درملنه کیږي. دغه عسکر چې په ايټالوي ژبه ښه پوهيږي، له روغېدو وروسته په کلي کې مېشت کیږي او له يوې ايټالوي نجلۍ سره يې واده کوي. سرتیری، چې د "ایل تورکو" په نوم پیژندل شوی، د کلي خلکو ته ډیر ګران وي.
دغه ازادي غوښتونکی تورکي عسکر د هغو زورواکانو مخالفت کوي چې غواړي له کلیوالو څخه لوړه مالیه راټوله کړي.تورکي سرتیری د آلمان د واکمنانو په وړاندې چې د لوړو مالیو سره ددې کلي د لوټولو هڅه به يي کوله بزګران پاڅون ته هڅوي او د المان پر خلاف غږ لوړوي او مجادله پیلوي. ال تورکو په خپله مبارزه کې بریالی کیږي د خلکو په ګټه د مالیې سیسټم بدلوي چې پدې ډول د ښار اتل په توګه اعلانیږي. هغه خپل ځان او د تورکیې دودونه د سیمې خلکو ته دومره خوښ کړل چې د هغه له مړینې وروسته هم په کلي کې تورکي دودونه ژوندي ساتل کیږي. د یادولو مراسم هر کال د اګست په میاشت کې د هغه له مړینې وروسته د وخت په تیریدو سره په جشن بدلیږي. د اګست د ۱۹مې او ۲۱مې نېټې تر منځ په دغه کلي کې د «تورکیې د جشن» په ترڅ کې کلی تقریباً په سور او سپین رنګونو سینګاریږي. په داسې حال کې چې د تورکیې بیرغ د هر کور په کړکیو کې ځوړندیږي، ځوانان عثماني دولت د یني چر په نامه د ځانګړو سرتیرو جامې اغونډي او د تورکیې لاریون ترسره کوي او د مارچ څخه وروسته د ال تورکو په نوم په جوړ شوي چشمه کې ګلونه پریښودل کیږي. د جشن په جریان کې، تورکي خواړه هم چمتو شوي او په سټینډونو کې نندارې ته وړاندې کیږي. د موینا خلک تورکان چې درې پېړۍ وړاندې په خپل کلي کې اوسېدل خپل نیکونه ګڼي.