د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې د بیکن یا پاسترما په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکوو.
بیکن یا پاسترما د تورکیې د تاریخي قیصري ولایت چې په مرکزي اناتولیا کې موقعیت لري یو له مشهورو او پيژندل شوو خوړو دی چې نوم يي د همدې ولایت د نوم سره پيژندل کیږي. کله چې په تورکیه کې د قیصري ولایت نه یادونه وشي د ټولو عقل ته سمدلاسه د بیکن یا پاستراما نوم راځي او کله چې د بیکن یا پاستراما یادونه شوي د ټولو ذهن سره سمدلاسه د قیصري ولایت نوم راځي.
بیکن یا پاسترما په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د قیصري ولایت د سوداګرۍ خوني په وړاندیز او غوښتنه د تورکیې جغرافیه د ثبت شوو محصولاتو او توکو په لست کې شامل کړی شو. بیکن یا پاسترما په اصل کې د وچې غوښې یو ډول دی چې حتا خامه هم خوړل کیږي.
په کوچیانو ټولنو کې د اوږدې مودې لپاره د غوښې د وچولو ډیرې زیاتې لارې او چارې او مفکورې ازمایل شوي دي چې بیکن یا پاسترما هم د همدې مفکورې پر بنسټ، تر نن ورځې پورې رارسیدلی دی.
بیکن یا پاسترما چې د نر خوسکي چې عمر يي د دوه نیم کلونو نه ډیر نوي او وزن يي لږ تر لږه ۲۵۰ کیلو ګرامه وي جوړیږي. بیکن یا پاسترما د ملا ، ورون او لاس د غوښې نه جوړیږي. د ویلو ده چې بیکن یا پاسترما د یو ډول ځانګړي سوس چې په تورکیه کې د چمن په نامه یادیږي د استفادې سره تولیدیږي. د سوس سره د پوښلو سره تولیدیږي.
دا سوس د روميانو ، مرچو، هوږې، د غنمو اوړه، اوبه او مختلف مصالحو سره تولیدیږي. د پاسترما د تولید لپاره غوښه لومړی بهر او دننه ښه په مالګه کیږي.
وروسته له دې چې غوښه د ۴ ورځو لپاره په مالګه کې وساتل شي، په ښه توګه په اوبو پریمنځل کیږي. تر هله مینځل کیږي ترڅو ټوله مالګه ښه پاکه شي او وروسته د اوسپنې په اوسپنیزو چنګونو کې ۷ ورځو لپاره ځوړل کیږي. غوښه، بیا د ځانګړو ماشینونو په واسطه ورته فشار ورکول کیږي او یو فلیټ شکل ورکول کیږي. پدې ډول د غوښې وروستۍ اوبه هم ویستل کیږي. د غوښې ټوټې، چې بیا په آزاده هوا کې یا په ځانګړو خونو کې د وچولو لپاره پریښودل کیږي. په پای کې په بشپړه توګه د جوړ شوي ځانګړي سوس یا چمن سره پوښل. د څو ورځو دمې نه وروسته، قیصري بیکن یا پاسترما د ځانګړې ماشین یا ډیرې زیاتې تیرې چړې سره نرۍ نرۍ پرې کیږي او بیا د خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي. د پاسترامي بهرنۍ رنګ سور نسواري دی ځکه چې دا د سوس سره پوښل شوی، او داخلي رنګ د غوښې د غوړې برخې لخوا د رنګ توپیر سره سره تور سور بڼه لري.
بیکن یا پاسترما هم خامه او هم پخه خوړل کیږي.