ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د چناق قلعه سمندري جګړې بری د نړۍ په تاریخ کې ترټولو لوی بریالیتوبونو څخه دی ؟

1961701
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د چناق قلعه سمندري جګړې بری د نړۍ په تاریخ کې ترټولو لوی بریالیتوبونو څخه دی ؟

د لومړۍ نړیوالې جګړې یو له خورا مهم جبهاتو څخه ، د چناق قلعه  جګړه د  پيل او پایلو له پلوه د یو داسې بریا چې د نړۍ په تاریخ کې به هیڅکله هم هیر نشي لومړنی ګام وو. ائتلافي دولتونو په ۱۹۱۵ کال  کې د تورکیې د چناق قلعه یا داردانیل د تنګي نه په تیریدو سره خپل متفق روسیې ته مرسته ورسوي، ددوې نه د انګلستان پوځ چې په تاریخ کې کله هم ماتې نوه خوړلې ، پر عثماني دولت د برید او عثماني دولت پدې جګړه کې د برطرف کولو پلان درلود، خو د ائتلافي دولتونو او قدرتونو لپاره هر څه د هغوې د پلان په مطابق مخې ته لاړ نشو.  عثماني امپراتورۍ ائتلافي دولتونو او قدرتونو  پدې جګړه کې داسې ماتې ورکړه چې په تاریخ کې تر اوسه پورې څاری لیدل شوی ندی. عثماني امپراتورۍ د ۱۹۱۵ کال د مارچ په ۱۸ مه نېټه د متحدو قدرتونو د سمندري ځواکونو پر وړاندې پرېکنده بریا تر لاسه کړه او دا بریا په تاریخ کې د " چناق قلعه د سمندري بریا" په نوم یادیږي.

د ویلو ده چې د چناق قلعه یا داردانیل جګړه چې د ۱۹۱۶ میلادي کال د جنوري تر نهمې نیټې دوام وکړي ډیری په زړه پورې پیښې پکې ثبت شوي دي. د بیلګې په توګه د جګړې په جریان کې، په اوسط ډول په هرمتر مربع سیمه کې ۶۰۰۰ مرمۍ غورځیدلي دي. دا رقم  په نړۍ کې د جګړې په تاریخ کې ترټولو لوړ رقم دی. که څه هم په هوا کې د دوه مرمیو د ټکر احتمال په ۶۰۰ میلیونونو کې یو دی ، خو پدې جګړه کې یو زیات شمیر مرمۍ چې په هوا کې د یو بل سره جنګیدلي دي موندل شوي دي.

ددې سربیره د چناق قلعه یا داردانیل په جګړه کې  د تورکیې په پوځ کې ښځینه پلو ځواکونو د نارینو ترڅنګ ډیر قوي جنګ کړی دی. همداشان پدې جګړه کې د تورکیې ښځینه نښه ویشتونکو یا سنایپر ډیر مهم رول لوبولی او ډیره قوي مجادله يی کړې ده . د جګړې په جریان کې، د سید بلوګ مشر په نامه یو سرتیری، د ۲۵۰ کیلو ګرامو په وزن سره د توپ مرمۍ په شا کړي او په توپ کې ځای ځای کړي دي . همداشان بلوګ مشر سید درې د توپ مرمۍ په خپلې شا انتقال او په توپ کې ځای په ځای کړي او د جګړې سیر ته تغیر ورکړی دی. بلوګ مشر سید د انسان له توان نه بهر یوه ستره قهرماني ښودلې ده.

یو برتانوي پیلوټ چې له هوا څخه یې دا جګړه تعقیبوله ویلي دي چې ، له ساحل څخه ۵۰ متره لرې سمندر له سرو وینو ډک . هغه ویلي دي چې دا صحنه د هغه په ژوند کې تر ټولو ډارونکې صحنه وه چې په خپل ژوند کې تر اوسه نه وه لیدلې.

پدې جګړه کې دواړو خواوو ته ډیر ستر ځاني زیانونه واوښتل. ددې په هیله چې نړۍ یو ځل بیا ددې په څیر د کومې جګړې شاهدي ونکړي.

خپرونه به د تورکیې جمهوریت د خپلواکۍ موسس مصطفی کمال اتاترک پدې مشهورې وینا چې ویلي دي " تر کومه چې  د یو ملت ژوند د خطر سره مخامخ نوي ، جګړه یو جنایت دی." سره پایته ورسو.

د چناق قلعه د جګړې ټولو شهیدانو ته د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه