پلټونکې سترګې
په خپله ننۍ خپرونه کې د تورکیې د نامتو شاعر او لیکوال کمال یاشار په اړه چې ډیر زیات ادبي اثار يي په میراث کې پریښې لنډ بحث کوو.

یاشار کمال چې یو زیات شمیر ادبي اثار لکه شعر، لنډې کیسې، ناول، یادښتونه، مرکې، تالیف، مقالې، ډرامې، رومانونه او سناریو لیکلي دي ، تورکي ادبیاتو ته ۲۶ ناولونو، ۱۱ مقالې، ۹ مرکې، لنډې کیسې او شعرونه یو اثر میراث پریښې دی.
مشهور لیکوال یاشر کمال، چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې په بیلابیلو ادبي ډولونو کې ډیر اثار لیکلي او په عمومي ډول د اناتولیا د کیسې سره پیژندل کیږي، د ۱۹۲۳ میلادي کال د اکتوبر په شپږمه نیټه زیږیدلی دی.
یاشر کمال چې له درده ډک یو ماشومتوب تیر کړی دی ، په درې کلنۍ کې د یوې حادثې له امله خپله چپه سترګه له لاسه ورکړه. د ادب دا مشهور استاد په اته کلنۍ کې له لیکلو سره علاقه پیدا کړه. طبیعت، خپل چاپیریال او هغه ټولنه چې په کې ژوند کوه د هغه د علاقې لپاره د الهام لویه سرچینه وه.
د هغه لومړی کتاب په ۱۹۴۳ کال کې چاپ او خپور شو.
د هغه لومړی کتاب د ( انګولې ) په نامه ولیکه او چاپ کړ. هغه پدې کتاب کې د چوکوروا او توروس د غرونو ترمنځه پدې پراخه جغرافیه کې انګولو ته ځای ورکړی وو او دا کتاب، په ۱۹۴۳ کال کې خپور شو.
یاشار کمال په ۱۹۴۶ کال کې خپل لومړنی اوږدې کیسې کتاب "چټله کیسه" په قیصري کې ولیکه .
استاد لیکوال، چې په ۱۹۵۱ کال کې استانبول ته کډه شو، پریکړه وکړه چې د "یاشار کمال" په لاسلیک سره د لیکوالۍ دې بهیر ته دوام ورکړي.
په خپلو لیکنو کې د اناتولیانو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د تشریح کولو هڅه، د هغه د ځینو اثارو بهرنیو ژبو ته د ژباړې په برکت یاشار کمال په اروپا کې هم مشهور کړ.
استاد لیکوال، په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د "ژېړې ګرمۍ" په نامه کتاب ولیکه چې د "ماشوم" ، "دوکاندار" او "میمت" کیسو ته پکې ځای ورکړی وو. هغه په دې اثر کې د بې وزلۍ، تاوتریخوالی، پیوستون، زوال، د طبیعت سره لیوالتیا او د انسان او طبیعت تر منځ جګړې موضوع ګانو ته ځای ورکړی وو.
د ویلو ده چې کمال یاشار د اینجه میمت په نامه د کتاب سره ډیر زیات شهرت ترلاسه کړ.
یاشار کمال په ۱۹۵۵ میلادي کال کې د اینجه میمت په نامه یو رومان ولیکه چې څلور برخې درلودې . دې رومان د مشهور لیکوال د لیکوالۍ په ژوند کې نوې پاڼه پرانیسته او ډیر زیات شهرت يي ورته ورپه برخه کړ. د هغه دا رومان په ۴۰ بهرنیو ژبو وژباړل شو او د نړۍ په کچه يي شهرت پيدا کړ.
مشهور لیکوال یاشار کمال به په خپلو لیکنو کې تل د ډیرې ساده او روانې ژبې او لیکدود نه کار اخیسته. هغه تر ډیره په خپلو کیسو کې په چوکوروا په سیمه کې حقیقي بشري تراژیدیو ته ځای ورکولو.
د یاشر کمال ۹ اثار نه ، په شمول د "د اینجه میمت " تلویزیوني فلمونه او ډرامې جوړې شوې. همداشان د هغه اثار د تیاتر لوبو لپاره جوړ شول. لیکوال، چې په خپلو کتابونو کې د اناتولیا له افسانو او کیسو څخه کار اخیسته، د ۱۹۷۰ کلونو څخه وروسته په خپلو ناولونو کې د ښار د خلکو د ژوند په اړه بحث کړی.
لیکوال چې له ۷ پوهنتونونو څخه یې افتخاري دوکتورا اخیستې، چې ۲ یې په بهر کې دي، په ۱۹۷۳ کال کې د ادبیاتو د نوبل جایزې ته نوماند شو او په ټوله نړۍ کې یې خپل نوم خپور کړ. هغه وروسته څو ځله د نوبل لپاره نومول نوماند کړی شو.
یاشار کمال چې ډېر ادبي اثار يې ليکلي دي لکه شعر، لنډې کيسې، ناولونه، يادښتونه، مرکې، تالیفات، مقالې، ډرامې، داستانونه او مالې . د هغه نه ۲۶ ناولونه، ۱۱ مقالې، ۹ مرکې، ۲ لنډې کيسې ترکي ادب ته په ميراث کې پاتې دي.
یاشار کمال د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۲۸ مه د ۹۲ کلونو په عمر د وجود ګڼو ارګانونو د افلاس او د زړه د تالونو د ګډوډۍ له امله مړ شو.